اسمان کې د مینې اعلان

حامد افغان

رسول الله ﷺ فرمایي: مینه په اسمان کې ده، کله چې د الله له کوم بنده سره مینه شي وفرمایي: زه له فلان سره مینه لرم، تاسو هم مینه ورسره وکړئ، هغه فرمایي: نو د دې سړي لپاره د ځمکې خلکو ته هم له هغه سره مینه راښکته شي. عن أبي أُمامة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ: المِقَةُ في السماء، فإذا أحبَّ ﷲُ عبدًا قال: إنّي أحببتُ فُلانًا فأَحِبُّوه، قال: فتَنزلُ له المِقَةُ في أهل الأرض. مسند أحمد

یوه بل روایت کې د دې عکس او أُلټه خبره هم راغلې ده، یعني د الله چې له چا نه کرکه او نفرت شي، وفرمایي … که مو پام کړی یي، موږ کله داسې خلک بیامومو چې هیڅ ګټه یې نه یې راته رسولې خو موږ ته خوند راکوي او مینه ورسره لرو! ځکه د ده په اړه اسمان کې د مینې اعلان شوی یي. داراز عکس هم، کله یو چا هیڅ تاوان نه یي راته رسولی، خو چټي او بې سببه کرکه ورنه کوو. په دې باره کې پښتانه وایي: د فلاني ملایکې نېک/بد اوازه دي. الله تعالی مو دې له هغو وګرځوي چې الله مینه وسره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button