د تاریخ له پاڼو: د اسلام قلمرو

دا د “قرقشونه” ښار دی. د فرانسې جنوب ته واقع دی. دلته مشهور تابعي “حبان بن ابي جبله” دفن دی. دا هماغه حبان دی چې عمر رضي الله عنه مصر ته د يو فقيه پۀ صفت لېږلی ؤ. د موسيٰ بن نصير سره د افريقا لۀ شګلنو بيابانونو راتېر شو، د طارق لۀ ابنا واوښتۀ. د اندلس پۀ جګړه کې هم شريک ؤ. د اندلس وروسته د فرانسې د نيولو پۀ تکل کې ؤ، خو دلته وفات شو. د امت د دې بچو چټکتيا د تالندې پۀ څېر وه، همت يې د مديترانې څپې، د الپ غرونه ايل کول او کله چې دوي اندلس ونيوۀ، دا تالنده د رحمت پۀ باران بدله شوه. نن هم قرقشونه اباده ده. يو وخت به لۀ همدې ښار نصرانيان تېرېدل او د اندلس د مسلمانانو د تمدن ننداره به يې کؤله. د تمدن دې بڼ ته د حبان پۀ څېر انسانانو وينه ورکړې ده.
ابن حجر يې پۀ اړه ليکي: ځينو حبان پۀ صحابه ؤ کې شمېرلی، مګر دا مشهوره خبره ده چې تابعي دی.
ابن يونس ليکي: عمر رضي الله عنه مصر ته د فقيه پۀ صفت لېږلی ؤ.
يوسف بن يحيٰ نه نقل دي: حبان د موسيٰ بن نصير سره جګړه کې شريک ؤ، تر قرقشونه پورې لاړل چې هغه وخت کې مشهوره کلا وه او هملته وفات شو.
ـــــــ
معجم البلدان
تاريخ علماء الاندلس
الاصابة
سید اکرم سعیدي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button