غزل: باز خو نه يم چې کوترې مې خوراک دی
په کږه خولۍ دې ګوره غلط نه شې
هغه توره يم چې زغرې مې خوراک دي
باران وژنه وچکالي دې راخوره کړه
نهر نه يمه سندرې مې خوراک دي
هغه زړه يمه چې خپلې اوښکې خورمه
نه صدف چې مرغلرې مې خوراک دي
قام د مينې يمه، موم يمه، اوبه يمه
چې په قهر شم کمرې مې خوراک دي
لا مې لاس پر خپل پرهر باندې سور نه دی
بیا به ګورې لرې برې مې خوراک دي
د يوې لويې اژدها قاتل مې بویه
باز خو نه يم چې کوترې مې خوراک دی
پيرمحمد کاروان