کرنې وزارت: ډېر ژر به د کابل مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

عزم(دوشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د کابل مسلخ به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپاري.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه وزارت مرستیال مولوي صدراعظم د کابل په ریشخور کې له جوړې شوې مسلخ څخه لیدنه کړې او ویلي دي چې یاد مسلخ به ډېر ژر خصوصي سکتور ته د پانګونې او ګټې اخیستنې په موخه وسپارل شي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې مسلخ رغنيزې چارې څلور کاله مخکې دکرنې وزارت له خوا د کابل ولايت د ريشخور ولسوالۍ  په سرک کارېز سيمه کې په ۲۵جريبه ځمکه کې  پيل شوې وې، چې  په يوه کاري وخت کې د ۱۰۰غواو او ۵۰۰ پسونو د معياري ذبحې او پروسس وړتيا لري.

«د دې مسلخ د جوړولو موخه صحي او باکيفيته غوښه چمتو کول، د سالمو او صحتمندو څارويو ذبح، د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی، د صحي او سالمو حيواني محصولاتو توليد، د ساري ناروغيو د خپرېدو مخنيوی، د ناروغو څارويو د ذبحې مخنيوی، په مناسبه توګه د غوښې ساتل او مشتريانو ته په مناسبه او صحي ډول د غوښو لېږدول دي.»

اوسمهال د هېواد په ګڼو لویو ښارونو کې د مسلخونو د نشتوالي له امله قصابان د سړک پر غاړو او د ګڼه ګوڼې په ډکو ځایونو کې څاروي ذبح کوي، چې ورسره چاپېریال ککړېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button