‏ملنګي/ انس حقاني

څه له شوره څه له ښاره ستوماني ده
څه مې خوښه بس د غرونو زندګي ده

چې مې زړه د مجاز حسن قابو نکړ
حقیقت پسې مې کړي پيروي ده

وخت مې کېښودۀ پر سر د پاچاهي تاج
خو فطرت مې زړۀ کې ایښې ملنگي ده

د حاسد د حسد اور لا په ځلا کړم
پیرزوینه د څښتن ده ازلي ده

د مرګ ژوند له کشمکش سره بلد یو
د فراق وصال کیسه راته عادي ده

دوې دنيا ثواب لري اظهار د مينې
بې اقراره مینه یاره نا ځواني ده

ناست پر تخت د تخيل گرځم هرچېرې
شاعري څومره عجیبه پاچاهي ده

له خوښۍ يې انس روح شېندم په پښو کې
چم ته بیا را ستنه شوې ازادي ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: