د قطر له لارې افغانستان کې د امریکا نوی رول؛ مثبت سګنال دی…!

وړمه ورځ امریکا ته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر د رسمي سفر په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قطر د بهرنیو چارو وزارت سره دوه تواقفات امضاء کړل. دا دوه توافقات د قطر له لارې افغانستان کې د امریکا د رول په اړه ؤ.
اول توافق دا ؤ چې امریکا به کابل کې د قطر په سفارت کې د امریکا لپاره ځانګړی څانګه پرانیزي چې دوی به پکې د امریکا رسمي ډپلوماسي پر مخ بیایي.
دوهم توافق دا ؤ چې قطر به هغو افغانانو او بهرنیو ته د سفر زمینه برابروي چې هغوی غواړي له افغانستان څخه ووځي.
له ډېرې مودې راهیسې قطر په منځني ختیځ، افریقا او سوېل آسیا کې د شخړو د هوارولو له لارې ډېره کامیابه نرمه ډپلوماسي په کار اچولې، دوی څه موده مخکې د کینیا او صومالیې، منځني ختیځ او افریقا د نورو مسائلو تر څنګ د امریکا او طالبانو د سولې د توافق کوربه هیواد ؤ.
اوس هم قطر غواړي خپل بهرني سیاست کې د شخړو د هوارۍ د نرم ځواک له لارې په نړۍ کې خپل نفوذ زیات کړي، دوی په دې پالیسۍ کې د خپلو سیمه ایزو حریفانو په مقابل کې ډېر کامیاب روان دي.
دا مهال قطر غواړي د امریکا او افغانستان تر منځ د شل کلن دور د بې باورې او بې اعتمادۍ ختمولو لپاره هم له خپلو دوه اړخیزو روابطو کار واخلي. د دوی د پالیسي درایت دا دی چې دوی په یو وخت کې وتوانېدل د طالبانو او امریکایانو تر منځ د روابطو بلانس وساتي. قطر په دې هم پوهېده چې دا کار د امارت اسلامي او امریکا اړتیا ده.
امریکا په تېر شل کلن دور کې کوښښ وکړ چې د افغانستان د جګړې په نتیجه کې لږ تر لږه په دې وتوانېږي چې دلته تلپاتې نظامي او استخباراتي اډې ولري. د امریکا او امارت له ۲۰۱۱م کال څخه بحثونه په همدې موضوع ول خو امارت دې ته تیار نه ؤ چې دوی ته دا اډې ورکړي.
امریکا چې پوهه شوه چې طالبان اډې ورسره نه مني او دوی په نړۍ کې نور لوی مسائل لري چې باید د هغې لپاره د افغانستان جګړه راټوله کړي، طالبانو سره یې د سولې توافق وکړ. امریکایان ووتل او افغانستان بېرته د امارت اسلامي لاس ته ولوېد.‌
د امریکایانو له وتلو وروسته د امریکا پلان دا ؤ چې دوی به افغانستان کې د ځينو وړو تروریستي ګروپونو د رسنیز پړسوب له لارې دې ته لاره هواره کړي‌ چې دوی ته د سیمې په یو هیواد کې ځای ورکړل شي. چین او روسیه د دې کار پر وړاندې ودرېدل او امریکا ته یې کرښې کش کړې. امریکا ونه توانېده چې مرکزي او سوېل آسیا کې ځای پیدا کړي.‌
اوس امریکا سره یواځینۍ لار دا پاتې ده چې دوی افغانستان سره بېرته ډپلوماتیکې اړیکې پیل کړي، که دا ونه کړي، دوی تل لپاره له دې سیمې لاس مینځي. دا کار هیڅکله د امریکا په ګټه نه دی.
اوس مهال امریکا کوښښ کوي چې افغانستان سره غیر مستقیمه ډپلوماسي پیل کړي.‌ نوي پیشرفتونه د همدې نښانې دي.
د اسلام آباد د ټرویکا غونډه، چې امریکا یې هم برخه وه، خپلې اعلامیې کې دا موارد ډېر په پاکو ټکو ذکر کړي دي چې دوی ټول به د افغانستان د استقلال، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ته احترام کوي. په عین حال کې د ټریکا پلس ټولو هیوانو دا ژمنه هم کړې چې دوی به د افغانستان نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکوي.

عبدالحی قانت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: