أموي خلافت: (۲۲مه برخه) د حضرت حسن رض بیعت له حضرت معاویة رض سره

وروسته د حضرت علي رض تر شهادته چي څلویښتم کال د هجرت وو، د عراق خلګو د حضرت حسن رض سره بیعت وکړ ، حضرت حسن رض و عراقیانو ته د بیعت پر مهال وویل په رب قسم چي بیعت نه درسره کوم نه مګر پر هغه شرط چي زه یي درته وایم ، هغوی ورته وویل هغه شرط څه دی ؟ ده ورته وویل چي د چا سره زه صلح کوم تاسو به هم صلح ورسره کوئ او د چا سره چي زه جنګ کوم تاسو به هم جنګ ورسره کوئ ، هغوی هم پر دغه شرط بیعت ورسره وکړ.
حضرت حسن رض د خپل خلافت وروسته داسي یو نظام عملي کړ چي قوت یي زیات شو ، و عسکرو ته یي تر پخوا زیات معاش مقرر کړ ، حضرت حسن رض په خپل ذات کي یو سیاسي او جذاب شخصیت وو ، او تر څنګ یي د قیس بن سعد او حاتم بن عدي الطائي چي مشهور غني او سخي شخصیت تیر سوی، په څیر خلګ هم وه ، خلاصه دا چي حضرت حسن رض پوره توان درلود چي د حضرت معاویة رض مقابله په وکړي او حتیٰ هغه را و پرځوي ، نو ددي باوجود چي حضرت حسن رض په قوي موقف کي وو مګر ده مبارک د صلح او سلامتۍ لاره غوره کړه ، او حضرت معاویة رض ته یي تنازل وکړ ، او د هغه سره یي بیعت وکړ ، دلته نو د رسول صلی الله علیه وسلم هغه پیش ګویي تطبیق سوه چي دده په هکله یي فرمایلي وه ( إِنَّ ابْنِي هَذَا سَيِّدٌ وَلَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يُصْلِحَ بِهِ بَيْنَ فِئَتَيْنِ عَظِيمَتَيْنِ مِنْ الْمُسْلِمِينَ . رواه البخاري)
زما دغه ځوی سید دی ، ممکن الله رب العزت دده په سبب د مسلمانانو د دوو لویو ډلو تر مینځ صلح راولي.

په دي سولي سره یو خو ټول أمت تر واحد قیادت لاندي سو ، او بل د فتوحاتو سلسله روانه سوه ، او بل ټول قوت د مسلمانانو و خوارجو ته ور فارغ سو ، او بل کار دا وسو چي د حکومت اسلامي مرکزي ښار چي مخکي مدینه منوره وه ، شام و ټاکل شو.
د حضرت حسن رض په تنازل سره ټول عوامل د استحقاق د خلافت په حضرت معاویة رض کي پوره شوه ، نو په یو څلویښتم کال د هجرت د حضرت معاویة رض سره په حیث د أمیرالمؤمنین بیعت وشو ، ټول أهل اسلام پر یوه خلیفه باندي را جمع سو ، و دي کال ته عام الجماعة وایي.
ټولو صحابه کرامو د حضرت معاویة رض سره بیعت وکړ ، د صحابه کرامو بیعت د حضرت معاویة رض سره خپله ددي دلیل دی چي په هغه کي ټول شرائط د إمامة كبرىٰ موجود وه ، چي له هغه شرائطو څخه یو عدالت دی ، نو که څوک د حضرت معاویة رض پر عدالت طعن او تنقید کوي دا په حقیقت کي د ټولو صحابه کرامو پر عدالت تنقید کوي ، نو کوم شخصیت چي صحابه کرامو د خپل دین او دنیا په أمورو کي د امام په حیثیت منلی وي أیا بل مؤمن حق لري چي بیا پر هغه باندي طعن ووایي. کلا و حاشا.
نو هغه بدبخته روافض چي وایي صحابه کرامو د ویري له أمله د حضرت معاویة رض سره بیعت وکړ دا په حقیقت کي د صحابه کرامو پر عدالت او شجاعت اعتراض دی، درحالیکي چي صحابه کرام هغه قوم دی چي تر قیامته به بیا هغسي دلاور او زړور قوم رانسي ، د هغو د غیرت او میړاني تاریخ او سیرت ډیر واضح دی ، د ایثار او فدا کارۍ واقعیتونه یي پټ ندي.
خلاصه دا چي د سبط الرسول حضرت حسن رض په سبب ټوله أمت له اختلافاتو او خپل مینځي مشکلاتو وژغورل شو چي دلته نو د جناب اکرم صلی الله علیه وسلم هغه مخکیني پیش ګویي پر تطبیق شو.
رضي الله عن الحسن بن علي رضي الله عنهما.
نور بيا..

لیکوال: عبدالرحمن محمود

المصادر
– تاريخ الطبرى.
– طبقات بن سعد.
– سير أعلام النبلاء.
– الدولة الأموية للصلابى.
– الفصل ﻓﻲ اﻟﻤﻠﻞ ﻭاﻟﻨﺤﻞ.
– ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﻌﺮاﻕ ﻓﻲ ﻇﻞ اﻟﺤﻜﻢ اﻷﻣﻮﻱ.
– ﻣﻦ ﺳﺐ اﻟﺼﺤﺎﺑﺔ ﻭﻣﻌﺎﻭﻳﺔ ﻓﺄﻣﻪ ﻫﺎﻭﻳﺔ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: