د امریکا شیطاني اهداف؛ طالبانو ته څه کول په کار دي؟

غرب له یوې خوا د افغانستان شتمني کنګل کړې او پراخ اقتصادي بندیزونه یې پر افغانستان لګولي، خو له بله اړخه یې په رسنیو کې د افغانانو په مینځ کې د فقر او لوږې د ګراف لوړ ښودلو ته زور ور کړی او درګرده لګیا دي د وضعیت د ترینګلتیا ښودلو په مقصد له واقعیتونو لیري راپورونه نشروي، تر څو د افغانانو روحیات پرې زخمي او له مقابلې څخه یې وغورځوي.
د دې لپاره چې:
د ولس او حکومت تر منځ فاصله زیاته کړي.
ولس پر حکومت بې اعتماده کړي، چې د ملت لپاره خدمات نه شي وړاندې کولی.
طالبان په حکومتولي کې ناکام وښيي او په تېر فاسد، غل، ظالم او غلام رژیم پسې یې ارمانجن کړي.
له استعمار څخه د خلاصون په موخه مبارزه کوونکي ووېروي، چې تاسو به هم له ورته حالت سره مخ شئ.
غرب ته د سلامۍ نه پرته ژوند او حکومت ناممکن دی.
د اسلامي نظام څخه د خلکو په زړونو کې کرکه ایجادول.
پر اسلامي حرکتونو د ولسونو بې باوره کول.
او په ټوله کې دا فکر عامول چې د غرب له مرستو او د دوی له مرضي پرته د ملتونو او حکومتونو ژوند ناممکن دی.

طالبانو ته څه لازم دي چې ویې کړي؟

د غرب د ناوړه پوچو تبلیغاتو د مخنيوي لپاره عاجل اقدام.
هر څومره ژر چې وي، حکومتي دستګاه ته بشري قوه برابرول او فعالول.
د ډاډمن امنیت د تأمین لپاره نور هم باید زیاته هڅه وشي، دښمن زموږ د همدغه بې مثاله ارزښت زیانمن کولو کوشش هم کوي.
د خلکو ستونزو او مشکلاتو ته په وخت رسېده ګي او حل کول یې، چې دا د ولس او حکومت تر منځ بې باوري ختموي او یو له بل سره یې نېژدې کېږي.
د اقتصادي ناورین د له منځه وړلو لپاره په کور دننه له تجارانو او سرمایه دارنو او له هېواد نه بهر د اسلامي خیریه بنسټونو مرستې جلبول.
د راتلونکي کال لپاره په پراخه پیمانه د غنمو او نورو خوراکي توکو کرنې ته د ولسي خلکو هڅول.
د نظام داخلي دستګاه صفا کول او محکم کول.
د تعلیمي او تحصیلي ادارو عاجله پرانېسته.
او په ټوله کې د نظام په چارو اهل او با تقوا اشخاص مقررول.

عبدالله احمدي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button