د سپین لښکر (۱۰۰) ورځې او (۱۰۰) کارونه !

سردار ناطق الحق (امین)

۱- اشغال یې ختم کړ.
۲-شپې آرامې شوې.
۳- نظام یې اسلامي کړ.
۴- امنیت یې تأمین کړ.
۵- ظالم یې له واکه لیرې کړ.
۶- علماء یې له زندانونو و ایستل.
۷- د داعش ځاله یې ړنګه کړه.
۸- لنډغر یې مات کړل.
۹- خارجي اسعار یې بند کړل.
۱۰- فساد یې ورک کړ.
۱۱- پر لویو لارو اوس له چا پیسې نه اخیستل کیږي.
۱۲- ګمرکي عائدات ټول بانګ ته راځي.
۱۳- د کمپنۍ سرک پوخ شو.
۱۴- سالنګونه ترمیم شول.
۱۵- جګړه یې ختمه کړه.
۱۶-کلیساوې یې له منځه یووړې.
۱۷- د مظلومانو زړونه یخ شول.
۱۸- بدماشان یې ورک کړل.
۱۹- اهل هنود آرام شول.
۲۰- نړۍ یې حیرانه کړه.
۲۱- د ټاپي د پروژې موضع یې د عمل درشل ته راوسته.
۲۲- ټاپ پروژه پیل کوي.
۲۳- د کاسا (۱۰۰۰) د پروژې خبرې یې تودې کړې.
۲۴- په وزارت داخله کې یې جومات بنا کړ.
۲۵- په پوهنتونو کې یې د اختلاط نقشه ړنګه کړه.
۲۶- ټول پخواني دښمنان یې وبښل.
۲۷- له چین سره یې هوایي دهلېز بېرته پرانیست.
۲۸- د رېلګاډي د ترانزیټي پټلۍ تېرېدو ته یې زمینه برابره کړه.
۲۹-په ترافیکو کې یې علني رشوه بنده کړه.
۳۰- له ګاونډیانو سره یې اړیکې جوړې کړې.
۳۱- تش بانکونه مخ پر ډکېدو دي.
۳۲- د ښارونو کوڅې یې پاکې کړې.
۳۳- په داخل د ښار کې یې بیربار کم کړ.
۳۴- بانکونه مصئون شول.
۳۵- غله ورک شول.
۳۶- علني بچه بازۍ ورکې شوې.
۳۷- قیمارخونې یې له منځه یووړې.
۳۸- فاحشه خونې یې ورکې کړې.
۳۹- اختطافونه کم شول.
۴۰- د مجرم مخ اوس ښکاریږي.
۴۱- د مظلوم غږ آورېدل کیږي.
۴۲- په دولتي ادارو کې عیاشۍ له منځه لاړې.
۴۳- مینه، محبت؛ ډاډ او سکون یې حاکم کړل.
۴۴- مدرسې امنې شوې.
۴۵- محصلین اوس زندانونو ته نه وړل کیږي.
۴۶- چاپې ختمې شوې.
۴۷- بهرني استخبارات مهار شول.
۴۸- اوس د چا پر ګیره څوک کار نه لري.
۴۹- په کلیو او بانډو کې د سهار او ماسخوتن جماعتونه پیل شول.
۵۰- قرآن کریم مو اوس په لغتو نه وهل کیږي.
۵۱- ناموس او عزت مو اوس کفار نه تحدیدوي.
۵۲- د امن خونو په نوم ځایونو کې اوس چاته فحاشي نه ورزده کیږي.
۵۳- پوستو موستو ته اوس اړتیا نشته.
۵۴- کوڅې خوشې شوې.
۵۵- اغزن تارونه اوس نه پکاریږي.
۵۶- تابوت جوړوونکي ناراضه ښکاري.
۵۷- ځوانان اوس نه وژل کیږي.
۵۸- له لاسي ګاډیو اوس څوک پیسې نه اخلي.
۵۹- فیصلې اوس نه ځنډيږي.
۶۰- رشوت بند شوی.
۶۱- افغانۍ جامې ډېرې شوې.
۶۲- اوس د زیاتو خلکو پر مخونو ګیرې ښکاري.
۶۳- اوس څوک مجا هد ته تروریست نه وایي.
۶۴- محراب او ممبر مو امن شول.
۶۵- اوس مو څوک پر مدارسو تاخت تاز نه کوي.
۶۶- د نشه اي توکیو کرکیله بنده شوه.
۶۷- د تاجکستان تحدید یې دفع کړ.
۶۸- یاغي پنجشېر یې رام کړ.
۶۹- د خارجي اشغالګرو لپاره امنترین ولایت بامیان یې خپل کړ.
۷۰- ړنګه اوردو یې جوړه کړه.
۷۱- تاریخ یې ژوندی کړ.
۷۲- د ریښتيني مقاومت لاره یې (نورې اسثماري او استعماري) نړۍ ته هم وښوده.
۷۳- د پنجشنبې رخصتي به لیرې شي.
۷۴- د مجرمینو او قاتلینو نومونه یې له حکومتي تأسیساتو لیرې کړل.
۷۵- نظامي وسائل او وسائط یې ترمیم کړل.
۷۶- هوایي ډګر یې و رغولو.
۷۷- افغاني پرتم او برم یې نړۍ ته وښود.
۷۸- پر پیمان یې پوره وفا وکړه.
۷۹- چور بیت المال یې بېرته بانګ ته وسپارلو.
۸۰- د ناټو له هغو نظامي تجهیزاتو څخه به (د موزیمي توکیو په توګه) ساتنه کوي؛ کوم یې چې په جګړو کې ورویجاړ کړي وو.
۸۱- امریکا یې پر دغه اعتراف مجبوره کړه چې ووایي: ((موږ مات شوو)).
۸۲- د امریکا جهاني حیثیت او اعتبار یې ختم کړ.
۸۳- شراب یې بند کړل.
۸۴- د معتادینو اساسي درملنه یې پیل کړه.
۸۵- افغانستان یې له تجزیې خلاص کړ.
۸۶- پر ځمکه پروت محمدي بیرغ یې بېرته پر ارګ ورپاوه.
۸۷- پخواني حکومتي مامورین یې وساتل.
۸۸- د ټولې نړۍ د بدماشې امریکا ښکر یې مات کړل؛ ځکه اوس ابر قدرت جهاني شو.
۸۹- د پارلمان او مشرانو جرګې انډوخر او د چپلقو توغندي یې ختم کړل.
۹۰- مذهبي تبعیض یې له منځه یووړ.
۹۱- قومي تعصبات یې لیرې کړل.
۹۲- د پنجشېر درو ته یې لوی دریستیز قاري فصیح الدین تاجک ور واستولو.
۹۳- مرکزي آسیا ته یې د پلاوي مشري مولوي عبدالسلام حنفي اذبک ته سپارلې وه.
۹۴- اوس داسې کلی نشته؛ چې هلته حکومتي موټر پکې تحدید شي.
۹۵- اوس نظامي کسان د افغانستان هر کونج ته یوازې هم تللای شي.
۹۶- د دیني عالمانو قدر یې زیات کړ.
۹۷- نظامي کمېشنرۍ یې رامنځته کړې.
۹۸- پر زېربنایي تأسیساتو شپه او ورځ فکر کوي.
۹۹- په ټول افغانستان کې یې مخاراتي آسانتیاوې رامنځته کړې.
۱۰۰- له تعلیمي نصاب څخه یې الحادي شکائک او کفریات لیرې کړل.
اوه…! دا خو په لسګونو لاسته راوړنې نورې هم پاتې شوې…. خو ځه خیر! اوس همدا بس دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button