«د ننګرهار هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو دی»

عزم(شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، د ننګرهار هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو دی.

د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي نداء محمد ندیم وايي، دغه هوايي ډګر د هر ډول کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو دی.

نوموړي د ننګرهار په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، دا هوايي ډګر د هر ډول الوتنو لپاره چمتو شوی او دېر ژر به ترې الوتنې پیل شي.: «هېوادوالو او نړيوالو ته ډاډ ورکوو، چې د ننګرهار هوايي ډګر په امنيتي او تخنيکي لحاظ کومه ستونزه نه لري او د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې هر ډول الوتنو ته چمتو شوی دی.»

د ښاغلي ندیم په خبره، ډېر ژر به په دې هوايي ډګر کې د کورنيو او بهرنيو الوتنو شاهدان واوسو.

د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر سرپرست سپين غر وايي، چې دوی په تخنيکي او مسلکي برخه کې چمتووالی لري او کولی شي چې د هوايي ډګر چارې په عادي ډول پرمخ يوسي.

د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، ډېر ژر به د ایران یوه الوتکه په دغه هوايي ډګر کې ناسته وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button