د المپیک نړیواله کمېټه او اسیا شورا به ډېر ژر افغانستان ته یو پلاوی راولېږي

عزم(شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مشر انجینر نظر محمد مطمئن وايي، په قطر کې یې د المپیک نړیوالې کمېټې له مسوولینو سره خبرې کړي دي.

له المپیک کمېټې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست انجنیر مشر نظر محمد مطمئن پرون په قطر کې د اسیا د المپیک شورا له مرستیال، د المپیک د نړیوالې کمېټې له استازي او د قطر د المپیک ملي کمېټې له خوا ټاکل شوي پلاوي سره وکتل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

«د المپیک نړیوالې کمیټې او د اسیا د المپیک شورا پرېکړه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به یو پلاوی افغانستان ته واستوي چې د ورزش وضعیت او د ورزشي فعالیتونو څرنګوالی وارزوي.»

د خبرپاڼې له مخې، د هېواد د المپيک د ملي کمېټې او بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست يو شمېر مشران دوه ورځې مخکې د المپيک د نړيوالې کمېټې او د اسيا د المپيک شورا له مسوولينو سره د کتنې په موخه قطر ته ولاړل.

د ا.ا.ا له بريا وروسته بهر ته د هېواد د  ورزشي چارواکو لومړی کاري سفر دی او د المپيک نړيوالې کمېټې او د اسيا د المپيک شورا له لوړ پوړو چارواکو سره ليده کاته کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button