کورنیو چارو وزارت: د کابل ‎ښار له بېلابېلو برخو کې یې ۲۷۱۸تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي

عزم(یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲،۷۱۸تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي دي.

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي، پر نشه‌يي توکو روږدي کسان په روغتونونو کې دي، درملنه یې کېږي، منظم خوراک ورکول کېږي او اسانتیاوې هم ورته برابرې شوي دي.:«د کابل له بېلابېلو سيمو څخه په نشه يي توکو نږدې 2718 روږدي کسان راټول شوي، روغتونونو ته لېږدول شوي دي.د کورنیو چارو وزارت دنشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د يوې اوونۍپه ترڅ کې نږدې 2718 تنه روږدي کسان د کابل له بېلابېلو سیمو راټول، د درملنې په موخه روغتونونو ته انتقال کړل.»

د ښاغلي خوستي په خبره، راټول شوي روږدي کسان څوارلس مرکزونو (OPD) او څوارلس داخل بستر روغتونونو ته لېږدول شوي، چې ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوي او ځینې یې د درملنې لپاره دوی د متخصص ډاکټرانو لخوا درملنه کېږي.:«دا د دې حقیقت سره سره چې د افغانستان اسلامي امارت په سړه هوا او په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره د ځای په نشتوالي سره هڅه کوي چې د روږدو کسانو د ژوند لپاره مناسبې حل لارې ومومي.»

دی وايي، هرې امنیتي حوزې ته یې خبرداری ورکړی چې په اړوند سیمو کې روږدي کسان او یا د نشه‌يي توکو کاروباریان ولیدل شي ویې نیسي، ګنې د اړوند حوزې مسوولین به پړه وي او ځواب به یې ورکوي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه هغه کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، چې پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: