کرنې وزارت: حبیب حسام شرکت چارې به نورې هم پراخه شي

عزم(یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد وايي، په هېواد کې د ټولو هغو فارمونو او کارخونو څخه بشپړ ملاتړ کوي، چې کورني تولیدات لري.

ښاغلي راشد په ننګرهار د حبیب حسام د چرګانو دانې د تولید د کارخونې څخه د لیدنې ترڅنګ ویلي، چې یاد شرکت د چرګانو د غوښې، دانې او هګیو تولید په برخه کې د افغانستان د بسیاینې په لور د تګ ګړندي ګامونه اخیستي دي.:«یاد فارم د ورځې ۱۳۰ زره هګۍ او د چرګانو پینځه زره بوجۍ دانې تولیدوي او داسې زمینو برابرولو ته اړتیا لري، چې حکومت یې د تامینولو په صورت کې کولی شي، چې  ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو د زمینې برابرولو په برخه کې اغېزمنې کړنې ترسره کړي.»

د حبیب حسام شرکت په هېواد کې د هګیو، چرګوړو او چرګانو دانې ستر تولیدوونکی شرکت دی، چې د ننګرهار په ولایت کې موقعیت لري.

د دې سربېره ښاغلي راشد د ننګرهار د زیتونو کارخونې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، د ننګرهار د زیتونو فابریکه په هېواد کې د زیتونو له لومړنیو کارخونو څخه ده، چې په تېرو څولسیزو کې یې ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړي دي.

د یادې فابریکې سږني تولیدان لس ټنه اچار، ۲۱۰ ټنه تور زیتون او ۱۸ زره او ۴۲۰ لیټره د زیتونو تېل دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button