د افغانستان په خاوره د ټاپي پروژه د پیلېدو په حال کې ده

عزم(یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیلېدو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو خبر ورکړ.

د دې موضوع اړوند د ترکمنستان لوړ پوړي هیئت چې په راس کې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه عوضف  له افغان پلاوي  سره چي په راس کې یې د معدن او پیترولیم وزیر محمد عیسي و  د هرات  په ښار کې ګډه غونډه وکړه او و ټاکل شوه چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې،  فایبرنوري او ریل پاټلۍ کار پیل شي.

په دغه ناسته کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي ترکمنستان له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي روابط د استحکام په برخه کې هڅې کوي او د ټاپي پروژې، ریل پاټلۍ او برېښنا په برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

ټاپي پروژه د ترکمنستان غاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته رسوي، چې افغانستان ته هم په کال کې مېلیونونه ډالر ګټه رسوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button