له اماراتو وروسته؛ جرمني هم روانه اوونۍ په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

عزم(یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): پرون په کابل کې متحده عربي اماراتو خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانیست.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، متحده عربي امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري او دغه اړیکې باید لا غښتلې او پیاوړې شي.:«متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانيست. د نورو مثبتو ګامونو په لور یو مثبت ګام. متحده عرب امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړې شي.»
د متحده عربي اماراتو له اعلان وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یوې مالیزیايي خبري شبکې ته ویلي، چې جرمني به هم روانه اوونۍ په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړو استازو او کابل لپاره د جرمني سفیر مارکس پوتزل د اسلامي امارت له استازو سره وکتل.
د دې سربېره به په نږدې ورځو کې د ځینو اروپايي هېوادونو او د ناټو غړي هېوادونه هم خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
ویل کېږي چې ترکیه، ایټالیا، بحرین او ځینې نورو هېوادونه خپل سفارتونه کابل کې پرانیزي.
د اسلامي امارت مسوولینو ویلي، دوی له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او تمه لري، چې نړیوال به هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.