کابل ښاروالي د وزیراباد کانال د پاکولو چارې یې پیل کړي دي

عزم(دوشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د کابل ښار د وزیراباد کانال د پاکولو کار یې پیل کړی دی.

له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په کابل کې د ځمکو اوبو سطحه ټیټه شوې او له بده‌مرغه د کثافاتو اچولو له امله دغه کانال بند شوی دی.

«یاد کانال د ۱۵،۱۷،۱۱،۱۰، ۴ او ۲ ناحیو د ځمکې سطحي اوبه لېږدوي چې له بده مرغه اوس مهال پکې د کثافاتو غوځولو له امله په ډیر بد حالت کې دی او حتی یو شمیر بې مسئولیته ښاریانو خپل فاضلاب هم یاد کانال ته ورګرځولي دي او بند دی.»

په کابل کې د سختې وچکالۍ، د نفوسو د ډېروالي او د ښاریانو له لوري د ښاري اصولو د نه مراعت له امله دغه کانال بند شوی دی او خلکو ته یې سختې ستونزې راپیدا کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button