له چین څخه به راتلونکې اوونۍ بشري مرستې راورسېږي

عزم(دوشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د چین سفیر وانګ يي وايي، له چین څخه ۱۰۰۰ټنه په مرستندویه توکو بار اورګاډی را روان شوی، چې راتلونکې اوونۍ به مزار شریف ته راورسېږي.
د وانګ یې په خبره، يو ځانګړی باور وړونکی اورګاډی، چې پکې ۱۰۰۰ټنه مرستندويه توکي بار وو، د نومبر په شلمه نېټه د چين د شينجيانګ له وو شي تمځای څخه د افغانستان په لور راخوځېدلی. دغه توکي به د باروړونکي اورګاډي له لارې د شينجيانګ د قورغاس بندر ته او بيا د موټرونو له لارې د افغانستان مزار شريف ته راولېږدول شي او ټول سفر به يې ۱۲ ورځې وخت ونيسي.:«دا د چين درېيم ځانګړی باروړونکی اورګاډی دی، چې له شينجيانګ څخه افغانستان ته ځي. په دغه اورګاډي کې ۵۰ کنټينرونه بار دي، چې پکې د پمبه يي جامو، بوټانو، کمبلو او بړستنو، وچه ډوډۍ، پوډري شېدو او چای پکې دي.»
نوموړی زیاتوي، د دغو توکو په لېږدولو کې له اورګاډي او موټر څخه ګټه اخلي، څو دغه مرستندويه توکي ژر افغانستان ته ورسېږي. دغه شرکت د روان کال د جون له پای راهيسې د باوروړونکو اورګاډيو له لارې د ۲۶۰۰ ټنو په وزن مرستندويه توکي او د ژوند او توليد نور مالونه د نړۍ ډېرو ځايونو ته لېږدولي دي.