اوچا: روانه میاشت یې له زرګونه کسانو سره بشري مرستې کړي

عزم(دوشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر«اوچا» وايي، په روانه میاشت کې یې په افغانستان کې له زرګونه خلکو سره بېلابېلې بشري مرستې کړي دي.
یادې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې یې ۸۶،۴۲۹ تنه د بشري مرستو د تر لاسه کولو لپاره پېژندل شوي دي.
همدارنګه په شمال کې څه باندې ۲زره تنو نغدې مرسته تر لاسه کړې ده او هم د هېواد په ختیځ کې ۱۳،۵۱۸،۴تنو هم بشري مرستې تر لاسه کړي دي.
د اوچا له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، د هېواد په لوېدیځ کې ۲،۳۴۶تنه د بشري مرستو د تر لاسه کولو لپاره په نښه شوي دي او په دایکندي ولایت کې وچکالۍ ځپلي خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
په هېواد کې هر ژمی د شمالي، شمال ختیځو، شمال لوېدیځو او په ختیځ کې د سختو واورو، واورو ښویېدنو، ورښتونو او نورو طبیعي پېښو له امله لویې لارې تړل کېږي، چې له امله یې خلک له سخت حالت سره مخ کېږي.