د ننګرهار هوايي ډګر کې له شل کلن ځنډ وروسته ملکي الوتکې ناسته وکړه

عزم(دوشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، د ننګرهار ملکي هوايي ډګر ته له شل کلن ځنډ وروسته له ايران څخه په يوې الوتکه کې بار بشري مرسته چې په کې شپږ ټنه وريجې او څلور ټنه درمل شامل دي راورسېدل.

د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل وايي، دا مرسته د ننګرهار په هوايي ډګر کې د دې ولايت مسئولینو ته په جلال اباد کې د ايران قونسل له لوري وسپارل شوه.:«د يادې مرستې تسلیمېدو پر مهال، چې  د ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رئيس مولوي نياز محمد وهاج، د ملي امنيت رئيس ډاکتر بشير او نورو مسئولينو ګډون درلود د امنيت امر مولوي مبارز ځواک د ايران له مرستې مننه وکړه او په نورو اسلامي هېوادونو يې غږ وکړ چې افغانانو سره مرستې وکړي.»

په جلال اباد کې د ايران قونسل مجيد صادقي دولت ابادي وويل، چې د ايران له لوري د ننګرهار بېوزله کورنيو سره د شپږ ټنه وريجو، څلور ټنه درملو او يو اندازه خوراکي توکو مرسته شوې، چې په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button