وثیق: په تېرو دوو اوونیو کې ۶۹۸ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې

عزم(دوشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال او د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي احمدالله وثیق وايي، په تېرو دوو اوونیو کې بهر ته ۶۹۸ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.
ښاغلي وثیق پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، د لړم میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې ۶۹۸ټنه وچه مېوه چې ۵۸۵ ټنه ممیز دي اروپايي، اسیايي، امریکا او اسټرالیا ته صادر شوي دي.
«اقتصادي پرمختګ: د عقرب میاشتې په وروستیو ۲ اونیو کې ۶۹۸ ټنه وچه میوه چې ۵۸۵ ټنه کشمش دي اروپایي او اسیایي هیوادونو همدا راز امریکا او اسټرالیا ته صادر شوي. د نورو وختونو په نسبت د افغانستان صادرات اوس ډیر زیات شوي، د افغانستان د اقتصاد د غوړیدا لپاره دا ښه زیری دی.»
د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي، له ګڼو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې ښې شوي او اوسمهال ګڼو هېوادونو ته له پخوا څخه ښه صادرات روان دي.
اقتصادي پرمختګ:
د عقرب میاشتې په وروستیو ۲ اونیو کې ۶۹۸ ټنه وچه میوه چې ۵۸۵ ټنه کشمش دي اروپایي او اسیایي هیوادونو همدا راز امریکا او اسټرالیا ته صادر شوي
د نورو وختونو په نسبت د افغانستان صادرات اوس ډیر زیات شوي، د افغانستان د اقتصاد د غوړیدا لپاره دا ښه زیری دی— Ahmadullah wasiq (@WasiqAhmadullah) November 22, 2021