د ننګرهار شوکاڼی تر برازیل او کاناډا ورسېد

عزم(سه شنبه، ۰۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له دغه ولایت څخه په تېره یوه میاشت کې زرګونه ټنه شوکاڼی کاناډا، برازیل، هسپانیې، ترکیې، ایران، تاجکستان او پاکستان ته رسېدلی دی.

له یادې خونې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی هڅه کوي تر څو بېلابېل ډوله تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.

د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه دي، چې له تېرو ۲۰کلونو راهیسې استخراجېږي او د نړۍ ګڼو هېوادونو ته صادرېږي.

څو اوونۍ وړاندې د یادې خونې مسوولینو ویلي وو، چې له څو میاشتني ځنډ وروسته د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې  د شوکاڼي استخراج بیا پیل شوی او ۷زره تنو پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

پرون له دغه ولایت څخه ۷۶ټنه د چرګانو دانه تاجکستان ته صادره شوه. ننګرهار کې د تل پسرلي شرکت ویلي وو، ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم خپله دانه صادره کړي؛ ځکه د دوی له لوري جوړه شوې دانه په نړیوال معیار برابره ده او په بهر کې ښه بازار لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button