د وزیرانو شورا پرېکړه: بندیان له ټاکلې نېټې باید بې‌سر نوشته ونه ساتل شي

عزم(سه شنبه، ۰۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې په ګڼو برخو کې پرېکړې کړي دي او ځینې حکمونه یې صادر کړي دي.

له چارو ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نننۍ غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد احسن اخند په مشرۍ جوړه شوه، چې په بېلابېلو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې او ځینې پرېکړې هم وشوې.: «د بندیانو او توقیف شوو اشخاصو وضعیت ته د پاملرنې لپاره ټولو اړوندو ادارو ته حکم وشو، چې بندیان له ټاکلې نېټې زیات بې‌سرنوشته ونه ساتي او دوسیې یې باید محاکمو ته راجع شي.»

د خبرپاڼې له مخې، دغه راز پرېکړه شوې چې د بندیانو اړتیاوې پوره او د حقوقو یې پوره رعایت وشي.:«د سترې محکمې په مشرۍ د کورنیو او استخباراتو د لوی ریاست له استازو څخه ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ټولو حقوقي او جنايي بې سرنوشته بندیانو د دوسیو څېړنه وکړي او د شریعت په رڼا کې دې د هغوی برخلیک معلومولو لپاره لازم اقدامات ورکړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، همدارنګه پرېکړه شوې چې د هغو شخصي کورونو او وسایط چې له پخوانیو چارواکو پاتې دي، یا یې مالکان معلوم نه دي، د تثبت او بېرته خپلو اصلي مالکانو ته د سپارلو لپاره یې د چارو ادارې د عملیاتي ادارې د مشر مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی، چې د کورنیو او دفاع وزارتونو، استخباراتو، ښاروالۍ او او د شکایتونو د اورېدو استازي هم پکې ګډون لري.:«دوی به  د دغو کورونو او وسایطو دقیقه څېړنه کوي او خپلو مالکانو ته به یې سپاري.»

د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې ویل شوي، د ځنګلونو له وهلو د مخنیوي په برخه کې د ټاکل شوې پلاوي نظر او طرحه تایید شوه او دې پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د عملي کار پیلولو لپارت اړوند ولاتیونو ته سفرونه وکړي او د ځنګلولو له وهلو مخنیوی وکړي.

دغه راز د ځنګلونو او ونو وهلو لپاره د برقي ارو په استعمال مطلق بندیز ولګېد او عاملین یې د مجازات وړ وبللل شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button