د داعش خراسان پر مشرانو بندیزونه؛ د داعش تحریم شوی مشر د امرالله صالح د ځانګړي ګارډ غړی پاتې شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تحریم شویو کسانو له ډلې یوازې د داعش-خراسان مشر ثناء الله غفاري ته د یوه منسوب پېژندکارډ انځور خپور کړی دی. د کارډ له مخې، ثناءالله غفاري د اشرف غني د لومړي مرستیال امر الله صالح د ځانګړي شخصي ګارډ غړی پاتې شوی دی.

عزم نیوز (سه شنبه، ۰۲ لېندۍ، ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو د دوشنبې په ورځ د داعش د خراسان څانګې په درو لوړپوړو مشرانو او یوه تمویلوونکي باندې بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تحریم شوي کسان د داعش د خراسان څانګې مشر ثناء الله غفاري (شهاب المهاجر)، د دې ډلې ویاند سلطان عزیز عزام، او په کابل کې د داعش ډلې رهبر رجب (مولوي صلاح الدین رجب) دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې شهاب المهاجر د ۲۰۲۰ز کال له جون راهیسې د داعش-خراسان مشري پر غاړه لري.

د دې درو کسانو ترڅنګ د عصمت الله خلوزي په نوم پر یوه بل کس باندې هم بندیزونه لګول شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تحریم شویو کسانو له ډلې یوازې د داعش-خراسان مشر ثناء الله غفاري ته د یوه منسوب پېژندکارډ انځور خپور کړی دی. د کارډ له مخې، ثناءالله غفاري د اشرف غني د لومړي مرستیال امر الله صالح د ځانګړي شخصي ګارډ غړی پاتې شوی دی.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش د مشر، ویاند او مولوي رجب په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي، خو د عصمت الله خلوزي په اړه یې ویلي چې د داعش د خراسان څانګې د نړیوالو مالي چارو تسهیلوونکی، تمویلوونکی او د داعش د مشرتابه لپاره د ماموریتونو ترسره کوونکی پاتې شوی دی. خلوزي د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو د تمویل لپاره په ترکیه کې د حوالې سیسټم، او په متحده عربي اماراتو کې هغه مالي سکیم چلاوه چې له مخې به یې آرایشي سامان د نړۍ بېلابېلو ځایونو ته د خرڅلاو لپاره لېږل څو د داعش لپاره مالي فنډ پیدا کړي. خلوزي د داعش د خراسان څانګې لپاره د انساني قاچاق او قاصد کارونه هم ترسره کول.

د دې بندیزونو په لګېدو سره، په متحده ایالتونو کې د دې کسانو شتمنۍ کنګل کیږي او امریکايي اتباع راکړه ورکړه نشي ورسره کولای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button