د افغانستان ـ ترکمنستان ترمنځ د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته کېږي

عزم(چهارشنبه، ۰۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ ناسته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړې کېدو خبرې شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي ګل زرین کوچي د ترکمنستان د سرحداتو وزارت مرستیال سره د دغه هېواد په سرحدي ښارګوټي کې لیدلي دي او د شته ستونزو په هوارېدو یې خبرې کړي دي.

«په دې غونډه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو، د خلکو په تګ راتګ  کې د اسانتياوو د رامنځته کولو، د سرحدونو امنيتي چارو د بهبود او د ښه ګاونډيتوب د دوام په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او دواړو پلاوو يو بل ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به هواروي او دوستانه اړیکې به لا پسې پراخوي او په بېلابېلو برخو کې به له يو بل سره بشپړه همکاري کوي.»

افغانستان او ترکمنستان ۷۴۴کیلومتره ګډه پوله لري او افغانستان له ترکمنستان څخه تېل او غاز اخلي.

ټاپي پروژه د ترکمنستان مهمه پروژه ده، چې د افغانستان له لارې د دغه هېواد غاز پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: