کابل کې ۸ تنه غله نیول شوي او په پینځمه حوزه کې ګڼې وسلې نیول شوي دي

عزم(چهارشنبه، ۰۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یې ۸ تنه غله نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې موظفينو د يو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کې ۸ تنه د غلا، اخلاقي جرايمو، د موبايلونو د لوټ او د ښاريانو د ځورونې په تور ونيول. د دغه کسانو  دوسیې به له بشپړېدو وروسته اړوندو څانګو ته واستول شي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، پرون یې د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې اړوند په دیوان بګي سیمه کې له یوه کور څخه ګڼې وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.: «د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې اړوند د دیوان بګی په سیمه کې د یادی حوزې منسوبینو یو چاڼیز عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې د یو کور څخه ١٠٠٠ دانې د ایم فور مرمۍ، ١٠٠٠ دانې د ثقیل مرمۍ، ٧٦٣ دانې د کلاشینکوف مرمۍ، ٧ دانې لاسی بمونه، ١٣ دانې د آر پي جي راکت پټاقۍ، ٤٣ دانې د نارنجک مرمۍ، یو دوربین، دوه جوړه نظامي دریشي او دوه جوړه نظامي بوټان کشف او تر لاسه شول.د پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او قضيه تر څېړنې لاندې ده.»

د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ادارې هره ورځ د هېواد په ګڼو سیمو کې وسلې او مهمات نیسي، چې اړوند امنیتي ادارو ته یې سپاري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button