اوچا: بې‌ځایه شوي خلک خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي

عزم(چهارشنبه، ۰۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره«اوچا»وايي، په افغانستان کې خپلو اصلي مېنو ته د بې‌ځایه شوو خلکو ستنېدل زیات شوي دي.

له یادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په روان زېږدیز کال کې د شپږ سوه او اته شپېته زره بې‌ځایه شوو کسانو له ډلې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې یو سل او نهه شپېته زره کسان بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د سختو جګړو، وچکالۍ او بېلابېلو لاملونو له امله زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې وې. تېره میاشت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو، له شمال څخه ټولې راکډه شوې کورنۍ بېرته خپلو ځایونو ته ستنې شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ، د هېواد په ګڼو سیمو کې امنیتي حالت د ډاډ وړ ګرځېدلی دی او ګڼې کډوالې کورنۍ خپلو ځایونو ته ستنې شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button