پروان کې ګڼې وسلې نیول شوي

عزم(چهارشنبه، ۰۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پروان ولایت د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز چاریکارو ښار اړوند سیمه کې یې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه پټنځي څخه ۴۹میله کلاشینکوفونه، یوه پیکا، یو توغندی، یو نارنجک اچونکی او یوه اندازه زیات مهمات تر لاسه شوي دي.

د پروان د استخباراتو ریاست اداري مرستیال قاري اسد وايي، د دې پټنځي په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیولي، خو پټلنې یې شروع کړي دي.

پرون په کابل کې هم له پینځمې حوزې څخه لسګونه میله وسلې تر لاسه شوي وې. د جمهوریت له ړنګېدو وروسته ګڼو پخوانیو امنیتي چارواکو ځینې او وسلې او مهمات پټ کړي چې اوس یې پلټنې روانې دي او هره ورځ له پټنځایونو وسلې تر لاسه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button