سبا ته په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږي

عزم(چهارشنبه، ۰۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، سر له سبا به د هېواد په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

د پاسپورټونو رئیس عالم ګل حقاني وايي، سبا پنجشنبه به په پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکندي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

«سر له سبا په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورت د ویش لړۍ پیلېږي. پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکنډي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان.»

نوموړي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په کابل کې د پاسپورټ ریاست تخنیکي ستونزې لا حل شوي نه دي او په کابل کې لا هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې نه ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، د بایومټریک نوي ماشینونه یې راوړي دي؛ خو تر اوسه یې نصب کړي نه دي.:« له افغانستان څخه د بهرنیانو د وتلو پرمهال دوی په کورنیو چارو وزارت کې د بایو مټریک دستگاوې خرابې کړي او ځینې معلومات یې له ځانه سره وړي دي.»

د پاسپورټ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې یې تر اوسه ۶۰ کمېشنکاران نیولي دي، چې ډېری یې د دغه ریاست کارکوونکي وو.

دوې اوونۍ وړاندې د هېواد په اوو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوې وه او د دغه ریاست د معلوماتو له مخې ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: