لنډه کیسه: «خدای ښه پوهیږي»

یوه ورځ د یو بوډا آس وتښتیده، خلکو ورته وویل: څومره بدمرغه یې!
بوډا وویل: خدای ښه پوهیږي.
سبا د بوډا آس بیرته راغی او څو غرني آسونه یې هم له ځان سره راوستل، خلکو ورته وویل: څومره نیکمرغه یې!
بوډا وویل: خدای ښه پوهیږي.
بله ورځ د بوډا زوی له یوه غرني اس څخه ولویده او پښه یې ماته شوه، خلکو ورته وویل: څومره بدمرغه یې!
بوډا وویل: خدای ښه پوهیږي.
پر سبا یې له ښاره د پاچا سرتیري راغلل او واړه ځوانان یې جګړې ته بوتلل خو د بوډا زوی چې پښه یې ماته وه پاتې شو، خلکو ورته وویل: څومره نیکمرغه یې!
بوډا وویل: خدای ښه پوهیږي.
هو! ژوند له ښکاره نیکمرغیو او بدمرغیو ډک دی، ښایي د نن ورځې تر ټولو لویه بدمرغي د سبا ورځې د نیکمرغۍ پیلامه وي.
یادونه: انځور د عثمان سزار اثر دی.

ژباړه: مومند محمدی اڅړ


Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: