د هنر او تشخیص بیه

د سترې کښتۍ اينجن خراب شو ، ډېرو ميستريانو وس پرې وکړ چې جوړ يې کړي خو يوه هم ونشو کړای،
بالاخره د کښتۍ مالکانو تصميم ونيو چې يو پخوانی تکړه ميستري چې کلونه يې د‌کښتۍ جوړولو او رغولو کار کړی ورته راولي.
مستري يې راوست غټ له پانو او پېچکشونو ډک بکس يې په لاس کې دی ،د‌کښتۍ د اينجن په جوړولو لګيا شو ، د‌کښتۍ مالکان هم ورته ولاړ دي دده کار ګوري. مستري له خپل غټ بکس څڅه وړوکی سکورينچ را واخيست او سوکه يې د اينجن يوه برخه دری څلور ځلې پری وټکوله (ووهله) ، اينجن يو دم چالان شو او کار يې پيل کړ ، يوه اوونۍ وروسته چې د‌مستري د حساب ورکولو وخت شو ،هغه لس زره ډالر غوښتل ، د‌کښتۍ مالکانو وويل د خدای لپاره د څه شي لس زره هغه خو ټکی کار هم ونه کړ، مازې يې سکورينچ. راواخيست او د اينجن يو برخه يې پرې دوه دری ځلې وټکوله او بس.
بالاخره يې مستري ته وويل چې ليست را وليکي چې د څه شي يې لس زره ډالر کېږي‌؟
مستري هم ګل ګلالی لېست ورته راولیکه!
په سکورينچ باندې د اينجن ټکول = ۲ ډالره
او د ځای تشخيصول او پېزندل چې په کوم ځای باید وټکول شي= ۹۹۹۸ ډالر .
خلاصه دا چې هڅه کول مهم دي خو په دې پوهېدل لا ډېر مهم دي چې د ژوند په کوم ځای او کومه برخه کې د څه شي لپاره تلاش وشي، داسې منډې ترړې کولای شي هرڅه تغییر کړي او هرڅه په حرکت راولي.
تاسې يې منئ؟

نور احمد عاېل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button