حدیث شریف: رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم کومه مېرمن وهلې نه ده

ام المؤمنین حضرت عائیشه صدیقه رضی الله عنها وایي، چې نبي کریم ﷺ هیڅ‌کله یو څوک په‌ خپل لاس نه دی وهلی؛ بغیر له جهاد فی سبیل الله نه، چې په جهاد کې د کفارو وهل او وژل ثابت دي.
او نه یې هم کوم خادم او یا یوه ښځه وهلې ده.
که چېرې به له دوی څخه خطا هم وشوه؛ نو انتقام یې ترې نه اخېست.
بې‌ له دې، چې که یو چا به دالله جل جلاله له حکم څخه سرغړونه کړې وه، په هغو به یې شرعي سزا جاري کوله.

(رواه مسلم)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button