طنز: د تبرک تلی

وايي چې: يو هلک له يوې انجلۍ سره بې حده مينه درلودله.
هلک انجلۍ ته وويل: ما ته داسې تحفه يا د لاس نښه راکړه، چې هغه ما ته تا را يادوي.
انجلۍ هلک ته د خپلې يوې پڼې «موزې، بوټ» تلی ورکړ.
هلک په خوشحالۍ د بوټ تلی واخست؛ موچي ته ورغی او ورته ویې ويل: دا تلی د سپينو زرو په چوکاټ کې بند کړه.
موچي ورته وويل: سبا راشه.
هلک سبا موچي ته ورغی، موچي ورته وويل، دا تلی د کوم پير او بزرګ صيب دی؟
هلک په ناز وويل: دا د کوم پير يا بزرګ نه دی، بلکې زما د ليلا د پڼې تلی دی.
موچي په قهر هلک ته وويل: پورته شه خبيثه! ځناوره! لوده!
له پرون راهیسي زما د کورنۍ ټول غړي (واړه زاړه) دا تلی ښکلوي، چې دا د کوم پلانکي بزرګ دی، ما خو لا اوبو کې هم لوند او خيشت کړی و او هغه اوبه مې د تبرک لپاره وڅښلې!!!
?
میوند جمال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button