د جام څلی یا منار

د جام څلی یا منار د افغانستان د غور په ولایت کې یو مشهور منار دی چې له نن ورځې نه اته سوه اوویشت کلونه دمخه یعنې په ۱۱۹۴ زیږدیز/میلادی کال کې د افغانستان غوري واکمنانو د کورنۍ مشهور واکمن سلطان غياث الدين غوري ۶۳-۱۲۰۲ زیږدیز/هجري د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوی دی او ۶۵ مټره لوړوالی لري.

پر دغه منار باندې په کوفي خط د سپیڅلي قرآن کریم د مریم د مبارکې سورې آیتونه لیکل شوي دي. دغه منار د ملګرو ملتونو د ټولنې دیونسکو د څانګې له خوا د نړۍ د خلکو د تمدنونو د ګډ میراث په توګه پیژندل شوی دی.

لطیف یاد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button