نعت شريف: مـــدنـي جــانانه

په زړه مې اوري ســـــتا يـــادونـــه مـــدنـي جــانانه
اوس راتــه ګــرانـه بـې لـه تــا شوه زنـده ګي جانانه

سترګې مې سرې دي سـتا له غمــه ټوله شـپه ژړېږم
زړه صـبـرومـــــه خــو هـيـڅ صـبر نـه كـوي جــــانانه

يــواځـي نــه يـم ســـتا پـه تلـــو ټولـــــه نړۍ ژړېږي
تـه د امــــت پـه غـــم كــې لاړې ارمـاني جــانانـــــه

د ځـان په وينو دي بدن رنګين رنګين ښـــكاريدو
د طـايف خــلګو وويـشـتې زخـمي زخمي جـانـــانه

زړه مې دركېږي ستـا مــزار تـه خــو درتللى نــشـم
ډېر يم ځپلى ســـتا غمــو خپلي خواري جـــانـــانـه

پـه خـــوب كـې راشـې راتــه ګلــه ولې مــخ پــټـوې
زړه مې دريـاب شي سـتا په مـينه طوفاني جـانانه

دا ســـتا په مـيـنه مې شــعـرونو تــه شــروع كړې ده
د ستا په لـور د فـكـر ټــال مې ځـنـګـوي جــانانــه

تــن مې شـو پــاڼه د خــزان زړه مې لمــبه لمـبه شو
وصــال دي څه شو جـــدايي مې ځــــوروي جــانانه

رخسار دي پټ كړ په نقاب اوس راته كله ښكارې
ستـرګې كار نه كـړي خو تـا وينم په زړګي جـانانه

نـذيـراحـــمــد طــــــه په تا پـسـې همېش ژړېـــــږم
غــم دي د زغــم نه دى هــډونه وچــوي جــــــانانه

انجنیر نذیر احمد طه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button