د غني د ملاتړي یو لنډ اعتراف

ما دغه کس ته د وطن د پاره والنټير او مفت کمپاين وکړ. يوه انه دې د خنځير غوښه وي چې چا ترې اخستي وي. زه په ژوند کې له چا دومره متاثره شوی نه وم لکه د غني چې متاثره شوی وم. کور دې د نړيوالي ميډيا خصوصاً بي بي سي وران شي سخت يې پرې دوکه کړو. او که په عامه اصطلاح يې درته ووايم سوډر يې کړم.

ټولو به د افغانستان د اوبو د مدیریت اتل ورته ويل. ما به تل په زړه کې دغه عقده ساتله چې سپين سترګو ګاونډيو ته چې موږ ښه ګزار ورکولای شو هغه تنها د اوبو مديریت ده چې پر دوی خپلې اوبه محدودي کړو. او د دې د پاره راته غني ګل ډير ښه افشن ښکاریده.

همدغه د وطن ځوانان ول چې نوموړی ته يې د زرکلن او بابا لقب ورکړ. دومره ټاپي او کنځل مو پرې وخوړي چې ساري د کنځلو په تاریخ کې نه لیدل کيږي.

خو دی چې پر ارګ ننوت د بهر څخه يې داسې برګر فروشان راوستل چې کله به خپل دفتر ته تلل نه بغير د ګوګل ميپ نه به کله د ارګ د دروازې پرځای چهاراهي عبدالحق ته وتلي ول او کله وزیر محمد اکبر خان ته.

د ارګ يو پخوانی مامور وايې چې غني داسې يو ټيم جوړ کړی و چې ټوله ورځ به پدې فکر کې ول چې يا په چا سپاره شي او يا هم په ځان څوګ سپاره کړي.

په ارګ کې د ننګرهاریزم ترڅنګ داسې بهسودیزم او خوګياڼيزم روان و چې تا به ويل چې دا ارګ نه د سرای شهزاده کوم د حواله جاتو دکان ده. د وطن د ځوانانو ارزښت پکې داسې وو لکه کلب هوز کې د بوټو ساحه چې ده.

دا نهایت يو بزدل او خاین انسان و. ما به ټوله ورځ تدریس کوه چې ترڅو يو مړي حلاله تباه مړي پيدا کړو بعد له وخت به مو غني ته کمپاين کوه. يعني ولس ورسره مکمل ولاړ و خو نوموړی مکمل د ولس سره په چل کې و.

دا پردې روباټ تر دې حده پردی و چې غازې امان ته به يې فراری ويل خو خپله به تشناب ته بغير باډي ګاردانو نشوه تللی.

درې ډلې د نوموړی پلويان دي
يوه ډله اروپا میشتي ملګري چې د تاالب د عقدي د پاره د نوموړی کلک ملاتړ کوي. دغې ډلې ته وايم چې دوه کاله مخکې همدا غني تاسو پسې اروپا ته درغلی و چې زموږ افغانان را ډيپوټ کړئ وطن کې امن دي. ظالمانو تاسو ته خو يې کنده ویستلی وه خدای مو پرده وکړه. تاسو خو بیخي ملاتړ مه کوﺉ.

بله ډله چې ذهني ميچورټي نلري فقط په ونه او تنه ميچور دي نور ولا که يک شنبه او دوشنبه پيژني.

دريمه ډله هغه ډله ده چې په خپله او يا يې هم د کورنۍ کوم غړی په جمهوریت کې فسادي و په دوی يې جنت ړنګ کړی.

غني د ډيرو وطني ملنګ ځوانانو ازار وهلي انشاءالله چې تاریخ او نړيوالو ته به سخت مخ تور وي.

رومال یون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button