د هېواد د اقتصادي ودې لپاره باید څه وکړو؟

په لنډه توګه اقتصادي وده داسې تعریفوو: د تېر کال په پرتله، سږکال؛ د یو هېواد د تولیداتو ډېروالی اقتصادي وده بلل کېږي او یا یې په لویه کچه داسې تعریفوو: د تېر کال په پرتله، سږکال؛ د یو هېواد د ناخالصو ملي تولیداتو (GNP) یا ناخالصو کورنیو تولیداتو (GDP) ډېروالی اقتصادي وده بلل کېږي. دا چې د اقتصادي ودې د محاسبې لپاره د تېر کال له قېمتونو څخه ګټه اخېستل کېږي سبب یې دا دی چې په ناخالصو ملي تولیداتو کې محاسبه شوی ډېروالی؛ د تولیداتو د میزان ډېروالي را وښایي او د قېمتونو د ډېروالي اغېزه (تورم) له منځه یوسي.
که لا یې اسانه کړو ویلی شو چې د پخوا په پرتله د یو هېواد د تولیداتو ډېروالی اقتصادي وده بلل کېږي، د بېلګې په توګه؛ که یو هېواد د یو کال په لړ کې ۱۰۰۰ ماشینونه تولید کړي او یو کال وروسته ۱۵۰۰ ماشینونه تولید کړي، ویلی شو چې د ماشینونو د تولید په برخه کې نوموړي هېواد ۵۰ سلنه اقتصادي وده کړې ده.
د پخوا په پرتله د تولیداتو د میزان په ډېروالي یا اقتصادي ودې سره لا ډېر کاري ځواک ته اړتیا پیدا کېږي او د کارموندنې د ډېروالي سبب کېږي. د تولیداتو په ډېروالي سره د توکو عرضه هم ډېرېږي او په دې سره د توکو بیه ټیټېږي او د خلکو د پېرلو ځواک ډېرښت مومي.
اقتصادي وده د صادراتو د ډېروالي سبب کېږي او هېواد ته د اسعارو په راتګ کې اسانتیا رامنځته کوي، د زیاتو اسعارو په راتګ سره په بېلابېلو برخو کې د اړتیا وړ سرچېنو د برابرولو اقتصادي ارزښت زیاتېږي او په دې توګه تصمیم نېوونکي چارواکي کولای شي د هېواد د بنسټېزو پروژو د پراختیا او همدارنګه د سړکونو، رېل پټلۍ، ښوونځیو، روغتونونو، روزنیزو مرکزونو، فابرېکو او داسې نورو د جوړولو لپاره؛ په ټولیزه توګه د هېواد د پرمختګ لپاره پلانونه جوړ کړي.
پورته ټکو ته په پام سره ویلی شو چې د یو هېواد اقتصادي ځواک او پرمختګ د اقتصاد په علم کې اړینه سکالو ده چې د کارموندنې ډېروالی، د تورم راکښته کول او اقتصادي وده یې اصلي بنسټونه بلل کېږي.

د هېوادونو اقتصادي وده څنګه اندازه کېږي؟
ناخالص کورني تولیدات (GDP) په یو هېواد کې د تولید شويو ټولو وروستيو توکو او خدماتو ډالري ارزښت دی چې په وسېله یې د هیوادونو اقتصادي وده اندازه کیږي. نن ورځ، د ټولو هیوادونو په اقتصادي حلقو کې، ناخالص کورني تولیدات (GDP) د اقتصادي ودې په پرتله کولو کې د اصلي شاخص په توګه کارول کیږي. یعنې اقتصادي وده د پخوا په پرتله اوس د ناخالصو کورنيو تولیداتو (GDP) زیاتوالی ته وایي. مګر (GDP) څنګه وده کوي؟ پنځه لارې شتون لري چې د اقتصاد پوهانو په باور په اقتصادي سیسټم کې کولای شي د اقتصادي ودې لامل شي. هغه عمده عوامل عبارت دي له:

۱. د نویو ټکنالوژیو کارول:
په نویو ټکنالوژیو پانګونه د توکو او خدمتونو د تولید موثریت زیاتوي. په دې وروستيو کالونو کې د چين د توليداتو په بهير کې د نويو ټکنالوژيو په کارولو سره د نوموړي هېواد د اقتصادي ودې کچه خورا لوړه شوې ده.
که یو هېواد ډېره انساني پانګه ولري خو د کارولو لپاره یې نوې ټیکنالوژي ونه لري، له داسې هیواد څخه تمه نه کېږي چې د تلپاتې ودې په لور اړین ګامونه پورته کړي.

۲. په کاري ځواک کې د ګډون زیاتوالی:
اقتصادي وده هغه وخت زیاتېږي کله چې ډېر خلک د توکو او خدمتونو په تولید کې ښکېل وي.

۳. د تولید د نويو میتودونو کارول:
د کاري ځواک د تخصص په زیاتولو او د تولید د نویو میتودونو په پلي کولو سره، اقتصادي وده هم پورته ځي. مهارت لرونکي وګړي او تخصصي انساني سرچینې په اقتصاد کې د نویو توکو او خدمتونو د تولید اصلي عوامل دي.
په ورته وخت کې، د کمپیوټر په وسېله د کنټرول کېدونکو تولیدي میتودونو (رباتیکونو) پراخه کارولو؛ د ډېرو تولیدي شرکتونو د تولیداتو ظرفیت په ډراماتیکه توګه لوړ کړی.

۴. د نويو خامو موادو پیدا کول:
د توکو او خدمتونو د تولید لپاره اړینه ده چې د اړتیا وړ لومړنۍ سرچینې چمتو کړل شي. طبیعي سرچینې د بېلابېلو هېوادونو په صنعتونو کې مهم رول لوبوي او د نویو سرچینو کشف د اقتصادي تولیداتو ظرفیت لوړوي.

۵. د سوداګرۍ او راکړې ورکړې ډېرښت:
له نورو هېوادونو سره د یو هېواد سوداګریزه وړتیا او د راکړې ورکړې حجم ډېرول؛ د هېوادونو د اقتصادي ودې یو له خورا مهمو لاملونو څخه دی؛ چې په ډېرېدلو سره یې اقتصادي وده زیاتېږي او په کمېدلو سره یې اقتصادي وده مخ په ځوړ درومي.

عبدالکبیر حساس

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button