کابل ښاروالي: د دولسمې حوزې اړوند د سړک جوړولو چارې ۵۰سلنه بشپړې شوې دي

عزم(دوشنبه، ۰۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): کابل ښاروالي وايي، د کابل د دولسمې حوزې اړوند د امنیت پروژې د څلورم او پینځم فرعي سړک جوړولو چارې ۵۰سلنه بشپړې شوي دي.

له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سړک ۹۶۰متره اوږدوالی او ۸ متره پراخوالی لري، چې د جوړېدو چارې یې ۵۰سلنه بشپړې شوې دي.: «د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، د ښاریانو د چاپېریالي ستونزو درکولو له مخې له څه مودې راپدېخوا د دولسمې ناحیې اړوند د امنیت پروژې د څلورم او پینځم فرعي سړک په جوړولو د ۹۶۰ مترو په اوږدالي او ۸ متره پراخوالي کار پیل شوی دی او تر اوسه یې تر ۵۰ سلنه  چارې بشپړې شوې دي.»

د خبرپاڼې له مخې، یاد سړکونه به تر ۱۵ راتلونکو ورځو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي، چې ورسره به د سیمې د نښلېدو سربېره، په ژمي کې د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل او ورسره به یو شمېر اقتصادي او چاپېریالي اسانتیاوې رامنځته شي.

همدارنګه د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د هوايي ډګر په څلور لارې کې یې د اوبو نښلونکې یوه ویاله هم جوړه کړې ده.: «د اوبو یاد لښتی له هوايي څلورلارې د چوک پر لور د ۳۴ مترو په اوږدالي او د ۸۰× ۶۰ سانتي عبوري مقطع په درلودلو او دغه راز له چوک څخه د سوېل پر لور د ۴۴ مترو په اوږدوالي او د ۸۰× ۶۰ عبوري مقطع په درلودلو سره جوړ شوی دی.»

د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي، په ګڼو پروژو یې کارونه پیل کړي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button