په کمپیوټرونو کې یوه حېرانونکې ستونزه، چې کلونه کلونه پرې پوهانو سوچ نه و، کړی!

نن سبا چې کمپيوټرونه جوړېږي نو د کال لپاره څلور عدده پکې ذخيره کوي لکه 1978, 2021 او….
خو کله چې په 1970 او 1980 لسيزه کې د کمپیوټرونو جوړېدل پيل شول نو د کال لپاره دوه عدده ورکول کېدل يعنې: 1978 يوازې 78 به ليکل کېده او د 1995 لپاره به صرف 95 عدد کارېده.
خو دننه په کيلکوليشنز کې له هغوى سره 19 عدد اضافه کېده يعنې: 1978 او 1995.
ستونزه دا وه چې د 1999 د دسمبر 31 نه وروسته بايد د جنوري لومړۍ نېټه راغلې وا، خو دا چې د کال لپاره يوازې دوه عدده و نو ځکه له 99 کال وروسته 00 راتلل او دننه په سيسټم کې ورسره 19 اضافه کېدل، چې عدد یې په 1900 بدلوه او د 2000 پر ځای د 1900 کال د جنورۍ لومړى نېټه کېده.
ګويا د ټولې نړۍ کمپيوټرونه سل کاله شاته کېدل.
له همدې امله د زرګونو الګورتهمز کيلکوليشنز غلط کېده او دا وېره وه چې د ټولو کمپيوټرانو کنټرول سیسټم unpredictable پايله ورکړي. دې ستونزي ته د Y2K نوم ورکړل شو.
غرض دا چي په سافټویر کې چې هر چېرته د تاريخ په بنا باندې کوم حساب و کتاب کېده نو د دې امکان زيات و چې ټول به غلط شي.
تر 1990 پورې ډېرې زيربناوي کمپيوټرايزډ شوې وې يعنې هغوى کمپيوټر کنټرولولې چي embedded computers کمپيوټر يې بولي. د مثال په ډول په پرمختللو هیوادونو کې ټريفک، د اوبو رسولو او اوبو ايستلو نظام، د اورګاډو او الوتکو نظام کمپيوټرايزډ شوى و خو دا کمپيوټرونه زاړه وو چې د تاريخ په پروسس کې يې د کال لپاره يوازې دوه عدده استعمالېدل.
نو ځکه له خلکو سره وېره وه چې د 2000 کال د جنوري په لومړۍ به د ټولي نړۍ نظام ودرېږي. خو حکومتونو او شخصي کمپنيو په ملياردونو ډالره مصرف کړل او د ټولو کمپيوټرونو سافټ وير يې اپډيټ کړ او له دسمبر مخکې يې دا کار ختم کړ. نو ځکه د 2000 کال د جنوري په لومړۍ سیسټمونه له ناکاره کېدو وژغورل شول.

محب رحمتي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button