ننګرهار کې پر ۱۱زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

عزم(سه شنبه، ۰۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې FAQ له لوري د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې یې پر ۱۱زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.

د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د غنمو اصلاح شوي تخمونه د حاصل زیاتوالي او له لوږې سره د مبارزې په موخه وېشل شوي دي.: «په ننګرهار کې د FAO په مالي همکارۍ هغه ۱۱ زره تنو بزګرانو ته ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي غنم ورکړل شول، چې د کرونا او نورو طبیعي پېښو له کبله ځپل شوي وو.»

د خبرپاڼې له مخې،  یاد اصلاح شوي تخمونه د ننګرهار په ۱۰ ولسواليو ګوشته،  خوږیاڼیو،  شېرزاد،  دره نور،  کوزکونړ،  اچین، کوټ،  لعلپوره او بټي کوټ کې بزګرانو ته د حاصل زیاتوالي، اقتصادي پیاوړتیا او د اصلاح شویو تخمونو دلا ښه ترویج په پار ورکړل شوي دي.

بايد وويل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: