پکتیا :د زراعت ریاست لسګونه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

عزم : ۱۴۰۰ لیندۍ ۹
دپکتیا دکرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د پخوا په پرتله یې عواید زیات او په ګڼو مواردو کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالروف سعید باخترآژانس ته وویل چې د تیر په پرتله يې په سلو کې شپیته (۶۰) سلنه عواید زیات شوي دي.
نوموړي د عوایدو د زیاتوالي عوامل دجلغوزیو د حاصلاتو زیاتوالی او په آساني سره ټولو ساحو ته د لاسرسي ترڅنګ دعشر او زکات پراخه راټولونه،دبزګرانو دظرفیت لوړیدل،دځنګلونو وهلومخنیوی،په سم ډول دغوټو شکول او عامه پوهاوی یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه: «زمونږ دمعلوماتو له مخې سږکال پکتیا کې د یو (۱) میلیارد افغانیو په ارزښت د جلغوزیو پیر او پلور ترسره شوی،چې له درکه یې د کرنې او مالدارۍ ریاست ته شاوخوا ۴۵میلیونه افغانۍ عواید راټول او بیت المال ته تسلیم شوي دي.»

هغه دپروژو په برخه کې وویل،چې دتیرحکومت شااوخوا دری سوه څلویښت ۳۴۰پروژې پاتې وې،چې زیات شمیر پروژې يې تکمیل شوې او محدود شمیر نورې چې د شلو ۲۰ په شاوخوا کې دي ،نږدې وخت کې به بشپړې شي.

سعید زیاته کړه،چې دکرنې او مالدارۍ ریاست ټول کارونه دمرکز په ګډون، په ټولو ولسوالیو کې په ښه او شفاف ډول سره روان دي.

نوموړي وویل چې په راتلونکي کې هم د وزرات دهدایت سره سم دپاتې نورو پروژو تکمیلوي او د نورو د احیاء هڅه به کوي.

د زراعت رئیس وویل دامهال یې چې داین ایچ ایل پي موسیسې لخوا دمرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې یې ځینې مرستې ویشلې او دا بهیر به نور هم پراخ کړي.

سعید دمرکې په وروستۍ برخه کې دپکتیا په ټولو دهقانانو باندې دخپلو باغونو،میوو د ساتې ترڅنګ دوسایلود ورکړې ژمنه وکړه او پر هغوی یې دخپلو باغونو دثبت غږ هم وکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button