په یونان کې امیر زاده مسجد

د یونان هیواد مخکینې پایتخت (ګریک greece) ښار کې د چالکیډا (Chalkida) په جزیره باندي د (لیلاس پاپالوکا) په سیمه کې هغه تاریخي جومات لیدلاﺉ شٸ کوم چې صلیبیانو په (میوزیم) یعني نندارتون باندي بدل کړ!!!
دغه تاریخي جومات ددغه ښار له فتحې وروسته په شپاړسمه پیړۍ کې د عثماني خلافت په واکمنۍ کې تعمیر او تکمیل شو، متأسفانه په 1832 میلادي کال باندي کله چې یونان له اسلامي خلافت څخه جلا شو ، صلیبیانو په دغه ښار کې اکثره تاریخي جوماتونه قصدًا تخریب کړل ، ددغه جومات مینار او اسلامي علامات نړولو وروسته دغه جومات غیرِ فعاله وو ، بالاخره په 2013 میلادي کال باندي عیسایانو دغه جومات ته په رسمي ډؤل د (میوزیم) نندارتون درجه ورکړه.
په یونان هیواد کې د اسلامي خلافت زرین یادګار دغه امیر زاده مسجد له کلونو راهیسي تر نن تاریخه پورې د (آرکیالوجیکل میوزیم) Archeologycal :Museum په نوم د عیسایانو مشهوره نندارتون ده.

لیکنه: (نجیب اللّٰه عادل)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: