ترکیې د کانونو په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې

عزم(یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای د کانونو او پټرولیم چارسمبالي وزیر شیخ شهابالدین دولار سره لیدلي او د کانونو په برخه کې یې د پانګونې ژمنه کړې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو وزیر شیخ شهابالدین دولار د ترکیې سفیر ته وویل، چې دا ډول ناستې د افغانستان او ترکیې د خلکو تر منځ اړیکې ټینګوي. «افغانستان ۴۳ کاله جګړه او بحران کې تېر کړي، اوس یې خپلواکي او ملي حاکمیت تر لاسه کړی او د تېر په څېر امنیتي ګواښونو او زورواکۍ ته یې د پای ټکی اېښی دی. تر ۲۰ کاله جکړې وروسته افغانان اوس یو د بل تر څنګ فعالیت کوي. له دې امله هر هېواد چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، د ا.ا.ا یې هرکلی کوي او امنیت یې نیسي.»
د شیخ دولار په خبره، له ترکیې څخه غواړو چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.: «افغانستان د کانونو له نظره یو بډای هېواد دی، نو له همدې امله له ترکیې څخه غواړي چې د معادنو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي. موږ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ په ټول هېواد کې د دوی امنیت ټینګوو.»
د خبرپاڼې له مخې، تریکې پخوا هم د ښوونځیو د زدهکوونکو او افغان محصلانو په برخه کې همکاري کړې ده، چې دا د دوو مسلمانو او دوست هېوادونو تر منځ همکاري ګڼل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په کابل کې د ترکیې سفیر وویل، له افغانستان سره د ترکیې اړیکه اوږده او تاریخي مخینه لري. د افغانستان له خلکو سره د ترکیې مرستې د ورورولۍ پر اساس دي او دا هغه څه دي چې هېڅکله له منځه نه ځي. ترکیه په افغانستان کې د سرې میاشتې له لارې له کډوالو او بېځایه شوو سره د همکارۍ تر څنګ نور هېوادونه هم هڅوي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او ترکیه به ژر تر ژره په کابل کې په سفارت پورې اړوندې چارې پیل کړي.