له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۴۲۰ تنه تازه دمي سرتېري فارغ شول

عزم(دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۱۷عمري قول اردو څخه یې ۴۲۰تنه تازه دمي سرتېري فارغ کړي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سرتېري د پرمختللو پوځي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته په کندوز ولايت کې له ٢١٧ عمري قول اردو څخه فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو ته د ورکړل شوو دندو په موخه واستول شول. :«فارغانو ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به د اسلامي ارزښتونو په رعایت سره د ګرانو هېوادوالو خدمت کوي.»

په شمال کې داسې مهال ۴۲۰تنه سرتېري له نظامي زده کړو فارغېږي، چې هره اوونۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه تنه له نظامي زده کړو فارغېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې په اړوند برخو کې په دندو ګمارل کېږي.

همدارنګه د دفاع وزارت مسوولین وايي، د دغه وزارت مسوولینو ترمنځ پرون ناسته شوې او په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت رييسانو او مسوولینو د خپلو پلانونو، نظریاتو او وړاندیزونو د وړاندې کولو او د اړينو مسایلو ترڅنګ، په قطعاتو او جزوتامو کې د کاري بهیر د چټکتیا په اړه خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: