د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پېژنئ او له وظایفو یې خبر یئ؟!

له دوهم نړۍ وال جنګ سره د نړۍ اقتصاد په ډېره لویه کچه اغېزمن شو. په نړۍ کې بېکاري زیاته شوه، د تولیداتو کچه ټیټه شوه، خارجي تجارت لپاره خنډونه زیات شول او نرخونه جګ شول. د نړۍ د بیا رغوني لپاره په ۱۹۴۴م کال کې د امریکا په بریټن ووډ ښار کې د ۴۵ هیوادنو تر منځ غونډه وشوه.

په غونډه کې د روان مالي حالت په اړه غور و فکر وشو. په ۱۹۴۵م کال کې د ۲۹ هیوادونو تر منځ د آیي ایم ایف لپاره تړون لاسلیک شو، او په ۱۹۴۷م کال کي آیي ایم ایف خپل کار پېل کړ.

آیی ایم ایف څه کار کوي؟ په نړیوال اقتصاد یې څه اغیزي دي؟ آيي ایم ایف د اسلامي نړۍ لپاره څه لري؟ په دې مقالې کې به د دې او دې ته ورته د څو نورو پوښتنو ځوابونو هڅه وکړو.

آيی ایم ایف د انترنېشنل مونیټري فنډ  (International Monetary Fund)مخفف دی، چې په پښتو کې د نړیوال وجهي صندوق په معنی ترجمه کېدای شي. په اسانه اصطلاح ویلای شو چې آیي ایم ایف د نړۍ مرکزي بانک دي. هر هیواد د اقتصادي چارو لپاره مرکزي بانک ته اړتیا لري لکه په افغانستان کې “د افغانستان بانک”  په پاکستان کې بانک دولت پاکستان(State Bank of Pakistan) او په امریکا کې فېډرل ریزرو (Federal Reserve)، همداسي نړۍ هم یو داسي مرکزي بانک ته اړتیا لري چې د هیوادونو ترمنځ د روپیو د راکړي ورکړي او نورو اقتصادي چارو پاملرنه وکړي.

کوم کارونه چې د هیواد مرکزي بانک اجرا کوي هماغه کارونو په نړۍ واله کچه آیي ایم ایف اجرا کوي. د دی صندوق مرکزی دفتر د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګتن په ښار کې واقع دی.

د آیې ایم ایف ۱۸۸ غړي هیوادونه دي، ټول غړي هیوادونه کولای شي چې د آیي ایم ایف له لاري له یو بل سره خپلي اقتصادي چاري پر مخ بوزي.  کوم هیواد چي غړیتوب نه لري، نه شي کولای چې له نړی سره د ایی ایم ایف له لاری تجارت وکړي.  په یوه هیواد د اقتصادي بندیزونو معنی دا ده  چې له هغه هیواد سره د ۱۸۸ هیوادونو تجارت بند شو.

 هر غړی هیواد له  آیی ایم ایف سره باید بېلنس ولري، چې د اقتصاد په ژبه ورته انټرنېشنل ریزرو (International Reserve) وايي. د دې بېلنس له لاري غړي هیوادونه کولای شي چي عالمي تجارت وکړي. د بېلنس ډېروالی د هیواد اقتصادي توان، او پراخ خارجي تجارت څرګندوي، چې وسمهال د چين د آیي ایم ایف تر نورو ټولو غړیو هیوادونو زیات دی. د پلورلو په صورت کې به د پلورونکې هیواد بېلنس اضافه کیږي او اخیستلو  په صورت کې به د اخیستونکې هیواد بیلنس کمیږي. لکه څنګه چې دکاندار توکي خرڅ کړي جېب ته به یې پیسې راځي او د اخیستلو په صورت کي به د دکاندار له جېبه پیسې کمیږي، څومره چې  دکاندار پېرودل ډېر کوي هومره به یې جیب کې ډېري پیسې وي، همدارنګه د نړۍ په کچه کوم هیواد چې ډېر صادرات(Exports) لري هومره به یې آیي ایف کي بېلنس ډېر وي.

 د نړۍ ترمنځ د تجارت حساب کتاب  ته په یو بېل اکاونټ کې پاملرنه کیږي چې ورته بېلنس آف پېمنټ ‌(Balance of Payment) وایي (د دې مثال د یوه دکاندار له کاتې سره ورکول کیدای شي. له دکاندار سره ډېر اخیستونکي په یوه کتابچه کې لیکل شوي وي او د هر کس لپاره یې بېل بېل کاته جوړه کړې وي) د دې حساب له لاري دا په ډېره اسانه معلومېدای شي چې هیواد په یوه کال کې څومره تجارت کړی دی. که د یوه هیواد مثلا افغانستان تر پلورني اخیستنه زیاته وي نو د ده له اکاونټ نه به روپی د هغه هیواد اکاونټ ته ځي له کوم هیواد نه چې اخیستنه شوېده، دا روپی د انټر نېشنل ریزرو (International Reserve) نه ورکول کيږي. کله چې د روپیو ورکړه ډېره زیاته شي نو د ورکونکي هیواد په اکاونټ کي پیسې کمي شي، دې حالت ته په اقتصادي ژبه کرنټ اکاونټ ډېفیسټ(Current Account Deficit) وایي دا حالت د هیواد د وګړو لپاره ښه زېری نه دی، ځکه چي اکاونټ باید بېرته ډک شي. که چېرته اکاونټ ډک نه شي نو بیا د هغه هیواد خارجي تجارت د آیي ایم ایف له لاري بندیږي، یعني له ۱۸۸ هیوادونو سره تجارت و تړل شو چې په نتېجه کې به یې له سختو قتصادي مشکلاتو سره مخامخ کیږي. د اکاونټ ډکولو لپاره به له  نوري نړۍ یا آیي ایم ایف نه پور اخلي.

وسمهال پاکستان افغانستان او د اسلامي نړۍ نور ګڼ شمېر هیوادنو له همدې حالت سره مخامخ دی. یوې بلي نقطې باید پام وشي چې د آیي ایم ایف پور یوازي د  یاد شوي اکاونټ ډکولو لپاره ورکول کیږي، نور د هیڅ کار لپاره نشي پکاریدای.

مجبورا به هغه هیواد له آیي ایم ایف نه د سود په اساس  قرضه اخلي چي له آیي ایم ایف سره له ډېرو شرائطو منلو ورسته به ورکول کیږي. دا شرائط ډېر سخت او د هیواد د اقتصاد لپاره  اکثره تاوانی وي، له دې پور اخیستلو سره د ایی ایم ایف د هیواد  په اقتصاد کي د لاسوهني لپاره لاره هواره شي، حتی تر څو چي ټول هیواد له آیی ایم ایف سره ګروي شوی نه وي تر هغو خلاسی نشي موندی، د پاکستان مثال زموږ په مخکي دی چي تقریبا د کال د ګټي ۶۰ سلنه یې یوازي آیي ایم ایف ته په سود ورکولو لګيږي.

آیي ایم ایف وخت نا وخته د تکنیکي ترېننګ لپاره چېرته چي اړتیا لیدل کیږي خپل ماهرین لیږي. همدارنګه آیی ایم ایف د غړو هیوادونو اقتصادی پراختیا، یو نړیوال مالی سیستم د نظام برقار ساتل د مالی نظام مطمئین کیدل او تثبیتول،  د نړیوالی سوداګری پراختیا، خلکو ته د کار پیدا کول، او یو پایدار اقتصادی نظام جوړول او د بی وزلی کچه راکمولو ادعا هم کوي دی.

اسلامي نړۍ لکه څنګه چې توقع کیږي له آیي ایم ایف نه ښې خاطرې نه لري، هر کله چې اسلامي نړۍ د یووالي خبره کړېده په کلکه یې مخالفت شوی او د ختملو هڅې یې شوې دي، په شروع کې چې د اسلامك ډولوپمنټ بانك (Islamic Development Bank) په شکل کې اسلامي نړي د یوې کرنسي او نورو اقتصادي پرمختګونو لپاره هلي ځلي پېل کړي نو په ډېر ظلم او جبر سره ټول پلان شړ شو.  همدا رنګه هر هیواد چې له آیي ایم ایف نه پور اخلي د ډېرو شرائطو په بنیاد ورکول کیږي چې اکثره یې د هیواد په ګټه نه وي، یو پکي د آیي ایم ایف مشورې منل حتمي وي، لکه د ټېکسونو او قیمتونو ډېرول. له همدې امله په اوسنی  وخت کښی مرستندویانوپه افغانستان کښی د نړیوال وجهی صندوق په نشتوالی سره خپلی مرستی و ځنډولې. ځکه چې نړیوال وجهی صندوق د افغانستان ددولت څخه په مالی سیستمونو کښی د ریفورمونو راوستلوغوښتنه کړېوه. لدې سره هیواد داسي حالت ته رسي چې بیا یوازي د سود ادا کولو وړ هم نه وي لکه پاکستان چې وسمهال د سود ادا کولو لپاره آیي ایم ایف نه نور پور واخیستی. که چېرته رښتیا هم د آیي ایم ایف مو خه اقتصادي پرمختګ لپاره د بې وسه هیوادونو کومک وي نو بې له سوده قرضه ولي نه ورکول کیږي؟؟ سود د بې وسه هیوادونو په اوږه یو بل دروند بار شي.   بل دا چې آیی ایم ایف کې یوازي د نړۍ شتمن هیوادونه واک لري، له بده مرغه په اسلامي نړۍ کې یو هیواد هم په دې تله پوره نده. یعني د اسلامي نړۍ په آيي ایم ایف کې هیڅ ونډه نشته.

محمود احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button