د سړکونو رغونه؛ د پرمختګ پر لور یو بل مهم ګام!

ابوالیاس جهادوال
تیره مياشت افغانان د يو بل ښه زيري شاهدان وو چې هغه د اسلامي امارت له لوري د۳۰ کيلومټره په اوږدوالي د سالنګ لويې اساسي رغاونه وه چې ۱۰ کيلومټره به د کانکريټ په بڼه او ۲۰ کيلومټره نوره هغه په اساسي ډول قير شي. تر دې مخکې د کابل ــــــ هرات لويې لارې د رغاونې چارې هم پيل شوي چې اوس‌مهال د کندهار ـــ زابل په اوږدو کې په چټکۍ سره روانې دي.
د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شلو کلونو کې چې هېواد د امريکا په مشرۍ د ټانو سازمان غړيو هېوادونو له‌خوا اشغال شوی وو، د څلورو ميليارده ډالرو په لګښت ۲۴۰۰۰ کيلومټره سړکونه ورغاول شول خو په بهرنيو قرارداديانو او داخلي کړيو کې د پراخ اداري فساد، د رغاونې له ټېټ کيفيت‌لروونکيو توکيو څخه استفادې، د حفظ او مراقبت نشتوالي او د لوړ تونياژ لروونکيو لارو د تګ راتګ له امله په بشپړ او يا هم په نسبي ډول تخريب شول. د معلوماتو له مخې د ۲.۷ کيلومټره اوږدوالی سره دسالنګ تونل په تېرو شلو کلونو کې څلور ځله تخريب او بياځلي ورغاول شو چې د وروستي ځل قير يې حتی د ۷ مياشتو په ترڅ کې بېرته تخريب شو او اوس په داسې وضعيت کې دی چې باروړونکي لارۍ او مساپر وړونکي موټر په سختۍ سره ورباندې تګ راتګ کوي.
که څه هم امريکا په تېرو دوو لسيزو کې د رغاونې تر کاذب شعار لاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کابو ۱.۲ ترليون ډالر ولګولو ادعا کوي چې ورځنی لګښت يې ۳۰۰ ميليونه ډالره اټکل شوی، خو تر پايه يې هيڅ داسې بيخ‌بنستيزه پروژه تطبيق نه‌کړه چې افغانانو ته د پايښت‌وړ ګټه ورسوي چې له امله يې کله چې تېر کال اسلامي امارت بياځلي پر هېواد حاکم شو، د نورو بيخ‌بنسټيزو ويجاړويو تر څنګ داسې يو هېواد ور پاتې شو چې د ۳۴۷۸۲ کيلومټره سړکونو څخه ۸۰ سلنه يې ويجاړ وو چې رغاونه يې کابو ۸ ميليارده ډالر لګښت غواړي.
په داسې يو وضعیت کې چې د عادي بودجې په شمول د هېواد ټولې چارې پر بهرنيو مرستو تړلې وې او د کورنيو عوايدو ډېره برخه د پراخ فساد له امله شخصي جيبونو ته لويده، د بهرنيو مرستو بنديدو او د بانکونو شتمنيو لوټ او تالان، اسلامي امارت له يو ډېر ستونزمن وضعيت سره مخ کړی وو چې کابو کول يې تر ډېره ناممکنه ښکاريده او ځينې په دې باور وو چې په دغسې وضعيت کې به حتی د ژوند عادي چارې هم سمبالې نه‌شي کړی.
خو د مالي او اقتصادي برخې مسوولانو په مدبرانه سياست او هلو ځلو سره د فساد په مخنيوي او عايداتي سرچينو مديريت سره نه يوازې دا چې عادي بودجه له خپلو عوايدو تنظيم شوه‌، بلکې په پراختيايي برخه کې يې هم د اوبو مديريت، د کانانو استخراج، لويو لارو رغاونې، ترانزيت او نورو بيخ‌بنسټيزو پروژو د تطبيق چارې پيل کړې چې په دومره کمه موده کې دغه چارې تر ډېره ناشونې ښکاريدې او د هېواد د پېژندل شوي شهيد مجيب‌الرحمن انصاری په وينا دغه لاسته‌راوړنې معجزه بلل کېږي.
دغه سړکونه په داسې حال کې د افغانستان له کورنيو عوايدو څخه په استفادې سره رغاول کېږي چې تر دې مخکې د سړکونو په شمول د افغانستان ډېری لويې ملي پروژې د بهرنيو هېوادونو په مرسته رغاول شوي چې دې کار له يوې‌خوا د بهرنيو هېوادونو مغرضانه لاسوهنو او اداري فساد ته زمينه برابره کړې وه او له بلې خوا يې په افغانانو کې د خپلواکۍ او ځان بسياينې حس مړاوی کړی وو او داسي ګڼل کيده چې ګواکي افغانستان هيڅ کورني عواید نه‌لري او پر بهرنيو مرستو متکي هېواد دی چې په بنديدو سره به يې ټولې هېوادنۍ چارې له خنډ سره مخ شي.
له دې سربېره د کورنيو عوايدو څخه په استفادې د بيخ‌بنسټيزو پروژو تطبيق نه يوازې دا چې په هېوادوالو کې د مالکيت حس پياوړی کړي، بلکې هغوی به په خپل وخت د مالياتو او نورو محصولاتو ته ورکړې هم وهڅول شي، ځکه چې پوهېږي دغه عوايد شخصي جېبونو ته نه بلکې د بيت‌المال خزانې ته ځي او بېرته په داسې چارو لګول کېږي چې په غيرمستقيم ډول يې پر ژوند مثبت اغېز لري.
همدارنګه به د سړکونو د بيارغاونې تر څنګ د ځانګړې بودجې له لارې د هغو حفظ او مراقبت ته هم پام اړول کېږي او د لوړ تناژ لروونکيو لاريو د مخنيوي تر څنګ به سړکونه وخت په وخت ترميمېږي او په دې توګه د دغو پروژو بقاء تضمين شي.
همداشان له کورنيو عوايدو څخه په استفادې او د چارواکو تر مستقيمې څارنې لاندې د پروژو تطبيق سره د هغوی کيفيت ته هم جدي پاملرنه کېږي. د ټولګتو چارو وزارت د چارواکيو په وينا د سالنګ تونل به د قير پر ځای په داسې معيار سره کانکريټ شي چې د هوا يخنۍ سره مقاومت ولري چې د کلونو له‌پاره به دوام وکړي او د پاتې برخې د قير کيفيت به يې هم د نړۍ له سنټډرونو سره برابر وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button