د اوبو مديريت؛ شعار که عمل؟

 

ابوالياس جهادوال
بندونه اوکانالونه هغه څه ده چې په نړيواله کچه د اوبو د سالم مديريت او تنظیم له‌پاره کارول کېږي، ۳۰ ـ ۴۰ سلنه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۲۰ سلنه برښنا توليدوي.
افغانستان د اوبو مهمو سرچينو په درلودلو سره په کال کې د ۷۵ ميلیارد مکعبه نه تجدید وړ خوږې اوبه لري چې ۵۷ ميليارده مکعبه يې د ځمکې له مخ او ۱۸ ميليارده يې له ځمکې لاندې څخه ترلاسه کېږي.که څه هم له جګړو مخکې کلونو کې د ۱۸ لویو بندونو او دوه لویو کانالونو ( د هلمند او ننګرهار) په جوړولو سره د اوبو مديريت برخه کې اقدامات شوي چې پرمټ یې يوازې ۲۵ سلنه ( ۱۴۲۰ مترمکعبه) اوبه تر مديريت لاندې راغلي خو دا د افغانستان د اوبو کلنۍ اړتيا چې ۲۷۷۸ مترمکعبه اټکل شوې، نه‌شي پوره کولي.
همدا يې عمده لامل دی چې افغانستان د يو کرنيز هېواد په توګه چې کابو ۸۰ سلنه نفوس يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دی، د کافي ځمکې او اوبو کمښت له امله په کرنيزه برخه کې يو وارداتي هېواد پاتې شي او خپله د اړتيا وړ غله او دانه له بهرنيو هېوادونو څخه راوارده کړي
له دې سربېره دغه پريمانه اوبه او د موسمي ورښتونو سيلابونه د ګټې پرځای هر کال زموږ هېوادوالو ته د سر اومال درانه زيانونه اړوي. د بيلګې په ډول آمو سيند چې له پامير غرونو سرچينه اخلي او د ۱۱۲۶ کيلومټره په اوږدوالي سره د منځنۍ آسيا هېوادونو او فغانستان ترمنځ سرحد جوړوي، د مناسبو استحکاماتو نشتوالي او د مقابل لوري له‌خوا د اوبو نړيوال قانون خلاف مداخلو له امله هر کال په زرهاوو جريبه ځمکه زموږ د هېواد له قلمرو څخه بيلوي.
د اشغال په شل کلنه دوره کې چې د بيارغاونې او پرمختګ کاذبو شعارونو نغاره ډنګيده او په ميلياردونو ډالرو مرستې راروانې وې، داسې فکر کيده چې د نورو پرمختګونو تر څنګ به د اوبو مديريت او تنظيم سره هېواد په کرنيزه او برښنا توليد برخو کې پر ځان بسيا شي او د اوبو د تخريباتو مخه به ونيول شي، خو برعکس نه يوازې په دې برخه کې بيخ‌بنټسيز کار ونه‌ شو، بلکې له ګاونډيو هېوادونو څخه د برښنا په واردولو سره هېواد لازيات پر بهرنيو مرستو متکي شو.
د همدې کاذبو شعارونو په لړ کې د کابل ادارې پخوانی مشر محمد اشرف د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بندونو جوړولو اعلانونه کول او د نيمروز ولايت د کمال خان بند پرانيسته يې خپله ستره لاسته راوړنه ګڼله خو وروسته معلومه شوه، نه يوازې دا چې د دغه بند چارې نه‌دي بشيړي شوې، بلکې د ياد بند ډک کولو له‌پاره د کجکې بند د اوبو له زيرمو څخه استفاده شوې وه، چې له امله يې د ياد بند د اوبو زيرمو او د برښنا توليد کچه راکمه شوې وه.
د برښنا شرکت پخواني سلاکار ډاکټر فاروق بشر په يوې غونډې کې د ګډونوالو پرله ‌پسې پوښتنو ته په ځواب کې وويل:« ما سياست نه‌دی زده، زه يو مسلکي کس يم او هرڅه رښتيا رښتيا وايم. موږ چې هر ځل له بهرنيانو څخه د بيخ‌بنسټيزو پروژو د تطبيق غوښتنه کوو، دوی په ځواب کې راته وايي، چې په دې کار سره ګاونډي هېوادونه خفه کېږي او دا په افغانستان کې زموږ ګټې زيانمنوي» همدا لامل وو چې په تېرو دوو لسيزو کې نه يوازې دا چې د اوبو مديريت بلکې په ټولو برخو کې يوه داسې پروژه هم تطبيق نه‌شوه چې د افغانستان ځان‌بسياينې او خلکو ته د دوامداره کار برابرولو سره مرسته وکړي.
خو وروسته له هغه چې په افغانستان کې د اشغال ټغر ټول شو، د اسلامي امارت حاکميت سره چې نړيوالې مرستې بندې او زموږ پر هېواد اقتصادي بنديزونه هم ولګول شول، د فساد مخنيوي او له کورنيو عوايدو څخه په استفادې په بېلابېلو برخو کې د بنسټيز پرمختګ په برخه کې ډېر هيله بښوونکي او اغېزناک ګامونه واخېستل شول چې تر ټولو مهم يې د اوبو تنظيم او مديريت ګڼل کېږي.
د هلمند د کجکي بند د دويم فاز چارو بشپړيدل، د قوش تپې کانال د تطبيق چارو پيل، له پنجشير څخه کابل ته د اوبو رسونې پروژې د لومړنيو چارو پيل، د کمال خان او شاه عروس بند د نيمګړو پروژو د تطبيق چارو بيا پيل او په کندهار او ننګرهار کې د ولسونو په مرسته د اوبو کوچنيو بندونو جوړول هغه څه دي چې د هېواد پرمختګ او ځان بسياينې برخه کې يې هيلې راټوکولي دي.
که چېرې اسلامي امارت د اوبو مديريت برخه کې د يو منظم ميکانيزم پربنسټ د خصوصي سکټور، بهرنيو پانګوالو او ولسي ملاتړ راجلبولو سره دغو هڅو ته دوام ورکړي، ډېر ژر به مو په هېواد کې د اوبو کموالي ستونزه حل او شاړې دښتې به مو زرغونې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button