تاریخي ناځواني! / د موسکا څرک

د موسکا څرک
له دوو کسانو سره، زموږ ډېرو ځوانانو ډېره ستره ناځواني کړې!
لومړی له ډاکتر نجیب سره:
نوموړي خپل ټول عمر دې ته وقف کړ، چې د جهاد، شهادت او نورو معنوي باورونو نوم عدم کړي، خو چې ومړ؛ مینوالو یې دی خپله په شهادت تورن او د “زنده یاد” پر ځای یې د “شهید” مختاړی ورکړ.
دوهمه ستره ناځواني:
د زنده یاد نجیب تربور، ډاکتر اشرف غني خپل ټول عمر دې ته وقف کړ، چې امریکا یې د ژمنو ملګرو په لیست کې ونیسي!
خو مینوالو یې دی غریب هم په دې تهمت ککړ کړ، چې ګواکي د امریکا جنګي پلان یې شنډ کړ او امریکا یې ماته کړه؟!
ونارې دې لونګینه!😜
انعام الحق انصاري