فضا او د کائناتو وُسعت / شپاړسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

فصلونه څه ډول رامنځته کیږي؟
د ځمکې هر کال لاندې څلور فصلونه لري : پسرلی، اوړی، منی او ژمی.
د لمر پر شاوخوا د ځمکې یوه کامل دور ته د ځمکې کال ویل کیږي او همدغه کال څلور مختلف فصلونه رامنځته کوي.
(خو په نورو سیارو کې کالونه، ورځې او فصلونه بل ډول دي! )
په هر فصل او د هر فصل په سر او پای کې شپې او ورځې د یخنۍ او ګرمۍ، همدا راز د اوږدوالي په حساب – توپیر سره لري.
د بېلګې په توګه: په اول د وري (حمل) او په اول د تلې (میزان) شپه او ورځ سره برابر (یعنې دواړه یې دوولس – دوولس ساعته) وي.
د غبرګولي (جوزا) آخرنۍ ورځ او د لېندۍ (قوس) آخرنۍ شپه هم په اوږدوالي کې سره برابرې وي.
دا نورې یې تاسو سره مقائسه کوئ!
یعنې د وري له لومړنۍ ورځې وروسته- شپې لنډیږي او ورځې اوږدیږي؛ تر دې چې؛ د غبرګولي (جوزا) آخرنۍ ورځ د کال تر ټولو اوږده ، مګر شپه یې د کال تر ټولو لنډه شي.
له همدغې ورځې (آخرنۍ د غبرګولي) بیا شپې په اوږدېدو او ورځې په لنډېدو شي، تر دې چې؛ د لېندۍ آخرنۍ شپه تر ټولو اوږده، مګر ورځ یې تر ټولو لنډه شي.
چې دغې اوږدې شپې ته د ((یلدا)) شپه هم وایي.
اوس پوښتنه دا ده چې: یاد توپیرونه څه ډول رامنځته کیږي؟ یعنې فزیکي څرنګوالی او علمي توجِه یې څه ده؟
مخکې مو یادون کړی ؤ چې (د ځمکې کره دوه حرکتونه لري؛ یوه ته یې وضعي او بل ته یې انتقالي حرکت وایي، همدا راز دوه قطبونه هم لري لکه: شمالي او جنوبي) نو کله چې ځمکه د انتقالي حرکت په حالت کې وي، نو دا مهال د شمال او جنوب تر منځ له فرضي کرښې سره (چې یوه صفري کرښه فرض شوې) درویشت نیمې (°۲۳.۵) درجې زاویه جوړوي! یاده زاویه د کال په ټول دوران کې تغیر نه کوي او همدغه زاویه اي استقرار دی چې د فصلونو د تغیر لامل ګرځي.
یعنې که چېرې د ځمکې د محوري دور زاویه د فرضي کرښې پر عمود یا افق وای؛ موږ به تل یوازې یو فصل لرلای! نو همدغه میل دی چې موږ په کال کې د څلورو مختلفو فصلونو شاهدان یو.
ژور فکر وکړئ! مدیریت حساس او د انسانانو تر وس وتلی!!! نو باید چې د داسې طرحو، نقشو او اداري نظم د اصلي طراح، مهندس، انجنیر او مدیر په لټه کې شو (چې همدغه طراح او… ته موږ الله وایو) نور په بله برخه کې ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: