خدايه د وطن جلال دې کم نه شي/ خيرخوا

رزم و د خودۍ کمال دې کم نه شي
خدايه د وطن جلال دې کم نه شي
حُسن دې له هرې څېړۍ وڅاڅي
ستا د خد وخال جمال دې کم نه شي
لمنځې دې په ملا تاوې راتاوې شه
دا د تورو زلفو ټال دې کم نه شي
تور ټکی پر سپين اننګي؛ خدايه نو
نور د حبشي بلال دې کم نه شي
غاړه د ناګار د غزل هسکه شه
څلی د حمزه د خيال دې کم نه شي
جوړ دې که قيامت د نښترو قامت
زړه! د عاشقۍ جنجال دې کم نه شي
ډلې د يرغه لېوانو ماتې شه
تاب د غرڅني غزال دې کم نه شي
تپ د يرغلونو دی غازي اشنا
ستا د څڼو يخ شمال دې کم نه شي
زړه به دې ژوندی په حماسو ساتې
ګوره چې خيرخوا مورال دې کم نه شي!
لطف الله خيرخوا