د عمران خان وړ‎اندیز…!

وړ‎اندیز بد نه دی خو تر شا یې نیت بد دی!
په تیرو شلو کلونو کې چې په افغانستان کې کوم علمي کادرونه روزل شوي ول، ھغوی غربیانو له ځان سرہ بوتلل تر څو نوی افغان دولت په علمي فقر اخته کړ‎ي؛ تر څو د خپل شکست بدل په دا رنگ واخلي!
ھمدې پاکستان ھغه مھال ورته خپل ټول امکانات په مخکې ایښي ول؛ د پاکستان ھوټلونه، ھوایي میدانونه او نور وسائل د خارجیانو او د تښتیدونکیو افغان علمي کادرونو په خدمت کې ول؛ ھم غرب خوشاله او ھم مالي منفعت؛ ھم خرما او ھم ثواب!
خو اوس د پاکستان پر خلاف تر ټولو زیاتې چیغې ھماغه علمي کادرونه وھي چې په داسې سختو شرائطو کې یې افغانستان یواځې پریښود، که نه امارت خو عمومي عفوہ اعلان کړ‎ې وہ!

ما ھغه مھال فکر کاوہ پاکستان دا ھر څه د پیسو لپارہ کوي خو اوس پوھیږ‎م مالي منفعت ضمني گټه وہ، اصلي یې ھماغه د نوي افغان دولت د مسلکي کادرونو له تشې سرہ مخامخ کول و تر څو غرب خپل بدل واخلي او پاکستان ته د افغانستان په مسائلو کې د لا پراخ لاس وھلو زمینه برابرہ شي!
زما په اند د غرب او پاکستان ستراتیژستانو ھمدا سناریو کښلې وہ چې اوس یې د عملي کولو وخت را رسیدلی!

اما رت باید د دې توطئې مخه ونیسي او مشران یې د مرحوم استاد الفت دا شعر خپله خطې مشې وگرځوي چې وایي:
په مدرسه کې د اغیارو کله
څوک د افغان زوی نه افغان جوړ‎وي؟!

د نورو ھیوادونو علمي او متخصص کادرونه را غوښتل او کار تر اخیستل اوس په نړ‎ۍ کې یوہ عامه خبرہ دہ. ان غرب په ھندي، بنگالي، ایراني، پاکستاني او نورو مسلکي کسانو ډک دی خو پاکستان ھیڅکله ھندي کادرونه په کار نه گماري او نه ھند دا کار کوي!
دا ځکه ھلته تاریخ پروت دی، د ولسونو تر منځ دښمنۍ او شخړ‎ې تیرې شوي، حساسیتونه موجود دي.
ھمدا حال زموږ‎ او پاکستان ھم دی!

که اما رت رښتیا د تشې ډکولو په فکر کې وي، لومړ‎ی دې په کور دننه د موجودہ مسلکي افغانانو څخه کار واخلي، بھر میشتي افغانان دې د یوہ معقول میکانیزم له مخې ور وغواړ‎ي او که بیا ھم تشه ډکه نشوہ د دریمې نړ‎ۍ له نورو ھیوادونو لکه افریقایي ھیوادونو څخه پوہ کسان ور وغواړ‎ي!
اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغان دولت د خپل او پردي پر تعریف خپل سر خلاص کړ‎ي!
په کور دننه د اما رت فکري مخالف افغان خپل دی او د پاکستان یا بل ھیواد ھر علمي کادر پردی دی!

دا ھیواد د ټولو افغانانو مشترک کور دی، ان د اما رت د فکري مخالفینو ھم، خو پاکستانی، ایرانی، عرب یا بل څوک دا امتیاز نه لري او نه یې باید ورکړ‎و!
دا کار یو ځل د شمال لنډہ غرو وژل شوي مشر برھان الدین رباني داسې کړ‎ی و چې د پاکستان د استخباراتو مشر حمید گل یې خپل سلاکار ټاکلی و!
ھماغه تاریخي شرم او پیغور مو بس دی.
ھیله دہ افغان دولت حساسیتونه درک کړ‎ي!
له عمران خان څخه مننه وکړ‎ي او ورته ووایي: د پاکستان د ھیڅ لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي د ھغه په شمول د فاتحې سورت نه دی زدہ! موږ‎ حاضر یو خپل دیني علمي کادرونه ھلته ور ولیږ‎و تر څو ھغوی ته د دین ابتدایي تعلیمات ور زدہ کړ‎ي!
له نورو مسلکي کادرونو سرہ به بیا گورو!
_____________

حفیظ الدین پیرزادہ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: